د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د مالیې له وزیر سره وکتل
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي او په افغانستان کي د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (UNAMA ) مشري روزا اوتنبایوا د مالیې وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري سره وکتل.
په دغه کتنه کي د مالیې وزیر، میرمن اوتنبایوا ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د ملګرو ملتونو د ترسره سوو بشري مرستو له امله مننه وکړه او غوښتنه یې وکړه،چي بشري مرستي دي د دولتي ادارو سره په همغږۍ ترسره سي او د بشري مرستو تر څنګ باید په پراختیایي برخو کي هم مرستي وسي. ښاغلي بدري همدا راز یادونه وکړه، چي اوسمهال د مالیې وزارت ټولي چاري د بشپړ شفافیت په رڼا کي په مسلکي ډول پر مخ وړل کیږي او ټول عواید د سیسټم له لاري په شفاف ډول راټولیږي.
روزا اوتنبایوا په افغانستان کي د اقتصادي ثبات د ساتني، ملي بودیجې د جوړېدو او د عادي بودیجې تر څنګ د پراختیایي چارو د ترسره کولو له امله د مالیې وزارت د رهبرۍ ستاینه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ، چي د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان به له افغانستان سره د مثبت تعامل او بشري مرستو جاري ساتلو ته دوام ورکوي.
