د مالیه ورکوونکو د خدمتونو ریاست په عوایدو کي د پام وړ زیاتوالی راغلی!
د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست اړوند د مالیه ورکوونکو د خدمتونو ریاست چي (د اسلامي امارت له راتګ سره سم، مالیه ورکوونکو ته د غوره او پر وخت خدمتونو د وړاندي کولو په موخه رامنځته سوی دئ) د مسلکي او پر وخت کړنو، فساد سره د مبارزې، کاري تقوا او مسلکي کادرونو د گمارلو په پایله کي ئې د ۱۴۰۱ مالي کال له پیل څخه د لړم میاشتي تر پایه (۱۳) میلیارډه او (۹۶۱) میلیونه افغانۍ عواید راټول او د هيواد بیت المال ته ئې سپارلي دي.
زمونږ مالیه - زمونږ هېواد - زمونږ راتلونکی
