د حیرتانو په ګمرک کي جامع جومات پرانېستل سو

admin_mof
چهارشنبه ۱۴۰۱/۸/۴ - ۱۵:۱۶
خبر

د حیرتانو په ګمرک کي یو ستر جامع جومات چي څلور میاشتي وړاندي یې د بنسټ ډبره ایښودل سوې وه، د یو لړ مراسمو په ترڅ کي د لمونځ کوونکو پر مخ پرانېستل سو.

د پرانېستي په دې مراسمو کي د بلخ ګمرک رئیس ښاغلي مولوي صفر محمد سحر او د یو شمېر سېمه ایزو ادارو مسؤلینو ګډون کړې وو.

په دې جومات کي چي د لمونځ کوونکو لپاره ټولي اسانتیاوي برابرې سوي، په یو وخت کي (۴۰۰) سوه لمونځ کوونکي ځایولای سي.

خبر

 د یادوني وړ ده چي پر یاد جومات شاوخوا پنځه میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چي بودیجه یې د مالیې وزارت د داخلي بودیجې او یو شمېر سوداګرو له لوري تمویل سوې ده.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۵۰
Background image

د کندهار او غزني د مستوفیتونو او د بلخ او کندهار د ګمرکونو کارکوونکو ته روزنیز پروګرامونه پیل سول

د وري ۱۰مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ د (١٤٠٥) هـ.ل کال د تدریسي پلان له مخي د کندهار او غزني مستوفیتونو او همدارنګه د کندهار او بلخ ګمرکونو کارکوونکو ته په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲۵
Background image

د مالیې وزارت د رهبرۍ پلاوي اوومه ناسته وسوه

د وري ۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند په مشرۍ او د اداري چارو، ګمرکونو او عوایدو او پالیسۍ معینانو، د اړوندو رئیسانو او مسئولینو په ګډون د روان کال (۱۴۴۷/۱۰/۱۰)نېټه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۲:۳۸
Background image

د مالیې وزیر د عزیزي ګروپ له استازو سره وکتل

د کب ۲۶مه ۱۴۰۴ه۔ل

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند د دغه وزارت په مقام کي د عزیزي ګروپ له استازو سره وليدل. 
د دې لیدني په ترڅ کي د دواړو لوریو ترمنځ د غوره همغږۍ په موخه د عزیزي. . .

BACK TO NEWS