د ګمرکونو لوی ریاست او د صنعت او سوداګرۍ وزارت ناسته تر سره سوه
د ګمرکونو لوی ریاست او د صنعت او سوداګرۍ وزارت تخنیکي کمیټې لومړنۍ ناسته تېره ورځ د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کي جوړه سوه.
په دې کمېټې کي د صادراتو او وارداتو په برخه کي د اسانتیاوو پر رامنځته کولو، د ګمرکي تعرفې په برخه کي د ستونزو پر هواري، د سوداګریزو شرکتونو له لوري د انحصار او ایجنسۍ په برخه کي پر شته ستونزو او حل لارو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو بحث او د نظرونو تبادله وسوه، چي په اړه یې لازمي پرېکړي ونیول سوې.
د یادوني وړ ده چي یاده تخنیکي کمېټه د ګمرکونو لوی ریاست او د صنعت او سوداګرۍ وزارت تر منځ د لا همغږۍ په موخه جوړه سوې ده او پر هغو موضوعاتو به بحث او خبري کوي چي د دواړو ادارو اړوند وي.
