د ګمرکونو لوی رئیس د کندهار له والي سره وکتل
د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید د کندهار له والي ښاغلي حاجي محمد یوسف وفا سره د یاد ولایت په مقام کي وکتل.
په دې کتنه کي د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال سلاکار حاجي ابراهیم حکمت او د کندهار ګمرک رئيس هم شتون درلود، په پیل کي د کندهار والي راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ په ګمرکونو کي سوداګرو ته د لا اسانتیا په رامنځته کېدو ټینګار وکړ. نوموړي د اړوندو چارو د لا ښه والي لپاره په ګمرکونو کي د تاسیساتو جوړول او له اړوندو ادارو سره ښه همغږي اړین یاد کړل.
د ګمرکونو لوی رئیس په خپلو خبرو کي وویل: په ګمرکونو کي د پخوا په پرتله ګمرکي طی مراحل چټک سوي دي او د سوداګرو ستونزو ته پر خپل وخت سره رسېدنه کیږي. نوموړي زیاته کړه چي اوس مهال په اکثره ګمرکونو کي ۱۲ ساعته او ۲۴ ساعته ګمرکي طی مراحل تر سره کیږي او زموږ هڅه دا ده چي له اړوندو ادارو سره په همغږي په پاتي نورو ګمرکونو کي هم کاري وخت زیات کړو.
د یادوني وړ ده چي د ګمرکونو لوی رئیس او ور سره پلاوی د هرات، فراه او نیمروز ګمرکونو له ارزوني وروسته کندهار ولایت ته تللی او هلته به هم د ګمرک له چارو څخه ارزونه وکړي.
