مالیې وزارت د اداري معینیت دوهمه اداري ناسته ترسره سوه
د مالیې وزارت د اداري معین په مشرۍ دوهمه اداري ناسته د یو شمیر رئیسانو او مسؤلینو په ګډون، د مالیې وزارت په خیبر صالون کي ترسره سوه.
په پیل کي د مالیې وزارت اداري معین مولوي حمدالله زاهد مسؤلینو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د اداري ناستو اهمیت بیان کړ او وې ویل، چي د اداري ناستي اصلي موخه د وزارت اړوند اداري چارو ته سمون ورکول دي؛ تر څو له دې لاري په اداري چارو کي شته ستونزي رابرسیره کړو او په ګډه ورته د حل مناسبي لاري ولټوو.
ورپسې د تیری ناستي د ترسره سوو پرېکړو ارزونه وسوه او په تعقیب یې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست، د خزاینو عمومي ریاست، د نظارت او هماهنګۍ ریاست، د اړیکو او عامه پوهاوي ریاست او د وزارت امنیتي مسؤل په نوبت سره د اړوندو ادارو لاسته راوړني او عمده ستونزي شریکي کړې او د ستونزو د حل په تړاو د کارپوهانو او ګډونوالو له لوري اړیني حل لاري وړاندي سوې.
د اړیکو او عامه پوهاوي رئیس احمد ولي حقمل په ملي او نړیواله کچه د مالیې وزارت د چارو اړوند مثبتو معلوماتو د ورکړي په برخه کي د یاد ریاست ارزښت په ډاګه کړ او یادونه یې وکړه، چې د مالیې وزارت اړوند ټولې ادارې باید د اړیکو او عامه پوهاوي له ریاست او مسؤلینو سره د لازمو معلوماتو په شریکولو کي لا ډیره همکارۍ وکړي، تر څو له ولس او نړۍ سره د مالیې وزارت د مهمو کړنو په تړاو سم معلومات پر وخت شریک سي او د منفي نا سمو معلوماتو د خپرېدو مخنیوی وسي.
په پای کي د مالیې وزارت اداري معین مولوي حمدالله زاهد د ټولو ریاستونو اړوند شته ستونزو په برخه کې د کارپوهانو د نظرونو او حل لارو سره سم د عملي چارو د ترسره کولو هدایت وکړ او زیاته یې کړه، چي د مالیې وزارت ټولي ادارې دي په پوره همغږۍ سره د شته ستونزو د حل په موخه په ګډه لاس په کار سي.
همدا راز پریکړه وسوه، چي په راتلونکې ادري ناسته کي به د ستونزو د حل چارو دقیقه ارزونه کیږي او اړوندي ادارې به ستونزو ته د رسیدني په برخه کي خپل هر اړخیز راپور شریکوي.