د متوازنو نمرو کارټ په اړه روزنیز پروگرام وړاندي سو

د مکروریانونو د ساتني او څارني دولتي شرکت مسؤلینو او کارمندانو ته د متوازنو نمرو کارټ (Balanced Score Card) روزنیز پروگرام د دغه شرکت د رئیس ښاغلي پوهنمل غلام عمر عبدالله له لوري یادو کارکوونکو ته وړاندی سو.
په دغه یو ورځني ورکشاپ کي د شرکت محترمو معاونینو، آمرینو او عمومي مدیرانو ته د متوازنو نمرو کارټ تعریف، په دولتي شرکتونو کي د هغه د پلي کولوڅرنگوالی، عمومي معیارونه، د متوازنو نمرو کارټ د پلي کولو پړاوونه او نور مهم موضوعاتو په اړه معلومات ورکړل سول.
د متوازنو نمرو کارټ موخه د یوه شرکت د مالي لید، پېرودونکي لید، عملیاتي پړاوونو لید، زدهکړي او ودي لید ارزونه ده، چي په پام کي نیولو سره به یې د اړونده شرکت د پرمختگ سبب وگرځي.
دغه راز د متوازنو نمرو کارټ د یوې عملي وسیلې په توگه ترتیب سوی، چي له مخي یې د ټاکل سوو معیارونو پر بنسټ د دولتي شرکتونو اجرایوي رهبرۍ ارزونه وسي او معلومه سي، ایا د هغوی کړني د قناعت وړ دي که نه.

د یادوني وړ ده، چي د مکروریانونو د ساتني او څارني دولتي شرکت رهبرۍ د متوازنو نمرو کارټ د ارزوني لپاره بشپړ چمتووالی هم نیولی دی.