د مالیې وزیر پکتیا ولایت ته سفر وکړ

admin_mof
شنبه ۱۴۰۱/۷/۹ - ۱۳:۴۴
خبر

د مالیې وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري، تېره ورځ پکتیا ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د دې ولایت له ګمرک څخه لیدنه وکړه.

د مالیې وزارت سرپرست د دې ولایت له ګمرک او ډنډپټان ولسوالۍ کي له صفري نقطې څخه لیدنه وکړه او هلته یې د ارکان رئيس مولوي حزب الله او ځینو نورو سیمه اییزو مسؤلینو، نظامي او غیر نظامي چارواکو سره د ګمرک د پراختیا، د ګمرک د محوطې دېوال جوړولو، د موټرونو د تم ځای د پراخه کولو او سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرولو په تړاو خبري وکړې.

د لیدني په بهیر کي د مالیې وزیر د ګمرک له مسؤلینواو کارکوونکو او نورو دولتي چارواکو سره ولیدل د هغوی ستونزي او وړاندیزونه یې واورېدل او ژمنه یې وکړه، چي د ګمرک ستونزو ته به ژر رسېدنه کوي او مسؤلینو ته یې سپارښتنه وکړه، چي د ګمرک د محوطې دېوال جوړ، د موټرونو تم ځای پراخه، د ګمرک د پراختیا کارونه ژر تر ژره شروع، له سوداګرو سره مرسته وکړي او لازمي اسانتیاوي ورته رامنځته کړي.

خبر

 د یادوني وړ ده چي د مالیې وزیر د یوه کال په موده کي د هیواد له یو شمېر ګمرکونو او مستوفیتونو څخه له نږدې لیدنه کړې او مسؤلینو ته یې لازمي لارښووني او سپارښتني کړي دي او د هغوی ستونزي يې اورېدلي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۴:۳۷
Background image

د مالیاتي شخړو د حل بورډ د پروسږ کال په څلورمه ربعه کې (۲۷) قضیو ته رسېدنه کړې ده

د چنګاښ ۶مه۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د مالیاتي شخړو د حل بورډ د (۱۴۰۴) هـ.ل کال په څلورمه ربعه کې څه باندې (۲۷) قضیو ته رسېدنه کړې ده، چې ډېری معترضو مالیه ورکوونکو د بورډ پر پرېکړو. . .

BACK TO NEWS