د افغانستان د شمال ختيځ زون ځينو ولايتونو ته د عوايدو لوی رئيس کاري سفر

admin_mof
پنجشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۴ - ۱۲:۳۳
=k

د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس معراج محمد معراج د خپل کاري سفر او د یو شمېر شمالي ولایتونو د مستوفیتونو او عایداتي ادارو د فعالیتونو د ارزونو په موخه سمنگان، کندز، تخار، بدخشان او بغلان ولايتونو ته سفر وکړ.

په دې سفر کي چي یو شمېر نورو مسئولینو هم د نوموړي ملتیا کوله په تخار او بدخشان ولايتونو کي یې د اصنافو او دوکاندارانو د تثبيت او درجه بندۍ لپاره له هغو برياليو کانديدانو سره هم خبري وکړې، چي د کانکور د ازمويني له لاري دغو بستونو ته بريالي سوي وو او له موقع څخه په گټي اخيستني سره معراج محمد معراج د پورتنيو ذکر سوو ولايتونو مستوفيتونو د ټولو څانگو ليدني او ارزوني ترسره کړې او هم يې هغوی ته د چارو د غوره والي په موخه اړيني لارښووني وکړې.

همدا راز د دغه کاري سفر پر مهال د ماليې وزارت د عوايدو لوی رئيس د فوق الذکر ولايتونو له واليانو، مرستيال واليانو، د بېلابېلو کسبګرو او اصنافو ټولنو له استازو او د بېلابېلو سکټورونو او په ځانگړي ډول د هغو رياستونو له رئيسانو سره وکتل، چي غيرمالياتي عوايد راټولوي او هغوی ته يې جدي سپارښتني وکړې، ترڅو د هغوی له لوري راټول سوي غيرمالياتي عوايد بايد پر خپل وخت بيت المال او د دولت خزانې ته وسپارل سي، ځکه چي له دې لارې د دولت لگښتونه تمويل او پوره کيږي.

د نورو رسمي کتنو او ليدنو په ترڅ کي د ماليې وزارت د عوايدو لوی رئيس د بدخشان ولايت د شورابک برېښناکوټ کتنه هم وکړه او د برېښناکوټ د ځايي مسؤلينو له لوري ورته هراړخيز معلومات ورکړی سول.

د یادوني وړده، چي د مالیې وزارت لوړ پوړي مسؤلین وخت ناوخته د هیواد د ولایتونو د ګمرکونو او مستوفیتونو د کاري بهیر ارزونه کوي او مسؤلینو ته یې د ښو خدمتونو او صادقانه کارکولو سپارښتنه کوي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۰:۲۰
Background image

په تېرو دوو اوونیو کي د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي

د لېندۍ ۳۰مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کي د کندهار، نیمروز، فراه، کندوز او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سيمو کي په زیاته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۴۰
Background image

د مالیه ورکوونکو د شکایتونو اورېدلو ریاست د مالیه ورکوونکو ۲۷ شکایتونه څېړلي دي

د لېندۍ ۲۷مه ١٤٠٤هـ.ل

د مالیې وزارت د مالیه ورکوونکو د شکایتونو اورېدلو ریاست د عقرب په میاشت کي د مالیه ورکوونکو له خوا (۲۹) شکایتونه ترلاسه کړي دي، چي له دې جملې څخه (۲۷) قضیې د. . .

BACK TO NEWS