په کندهار کي د یونیم میلیون ډالرو په ارزښت د اوبو رسولو پروژه پرانستل سوه

د کندهار زون ښاري اوبو رسولو او فاضلابو ریاست په هلو ځلو د څښلو پاکو اوبو رسولو پروژه افتتاح سوه.
دغه پروژه تقریبآ د یوه نیم میلیون ډالرو په ارزښت چي لګښت یې د UNDP لخوا ورکول کیږي، په کندهار ولایت کي پرانیستل سوه، د دې پروژې په بشپړولو سره به په سلګونو کورنیو ته د پاکواوبو رسولو چاره برابره سي. دغه پروژه چي د لمریزي برېښنا په مټ اوبه چمتو کوي څلورویشت ساعته به فعاله وي. په دې سره به دکندهار ښار داوبو مشکل د ډیره حده حل سي.