د ۱۴۰۱ کال لپاره د خصوصي سکټور د ستونزو، فرصتونو او لومړیتوبونو ارزولو په موخه د دې سکټور ملي کنفرانس تر سره سو

admin_mof
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۲ - ۱۷:۳
خبر

د ۱۴۰۱ کال لپاره د خصوصي سکټور د ستونزو، فرصتونو او لومړیتوبونو ارزولو په موخه د دې سکټور ملي کنفرانس د کابل په سرینا هوټل کي تر سره سو.

په دې کنفرانس کي د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د مالیې وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي، د سوداګرۍ او صنایع خونې مدیره پلاوي لومړي مرستیال الحاج محمد یونس مومند، د افغانستان بانک عمومي رئیس حاجي محمد ادریس او یو شمېر سوداګرو او صرافانو ګډون کړی وو.

دغه کنفرانس چي د قرآن عظیم الشان د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل سو، الحاج محمد یونس مومند ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: چي نننی کنفرانس په تېرو شپږو میاشتو کي د خصوصي سکټور د فعالیتونو په پرمختګ کي پرتو ستونزو او د شته فرصتنو د ارزوني لپاره جوړ سوی دئ. همدا شان هغه زیاته کړه، چي دغه کنفرانس چاره برابروي چي د اسلامي امارت په مشرۍ د سوداګرۍ او صنایع خوني ستونزي یو له بل سره له نږدې شریکي سي او د حل لارو لپاره یې لازم ګامونه پورته سي.

د حکومت د اقتصادي رهبرۍ مرستیال ملاعبدالغني برادر وویل: دا چي له تاسو سوداګرو سره له نږدې وینم خوشحاله یم، له نن ورځي څه موده وړاندي د هیواد خلک له ناامنۍ، فساد او بې عدالتۍ څخه رنځېدل، ولي اوس چي د الله تعالی په نصرت سره اسلامي امارت خپل واک ته رسېدلی، د فساد او بې عدالتۍ لمن ور ټوله سوې او په ټول هیواد کي بشپړ امنیت تآمین دئ او د پانګوني چاره برابره سوې ده. له سوداګرو او پانګوالو څخه غواړو چي راسي او په خپل هیواد کي پانګونه وکړي؛ ترڅو د اقتصادي ودي او له بېوزلۍ څه د خلکو د را ګرځېدو سبب وګرځي.

ورپسې د مالیې وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري وویل: چي موږ هڅه کړې د خصوصي سکټور ستونزو ته رسېدنه وکړو او د خصوصي سکټور په مخ کي پرتې ستونزي د همدې سکټور له استازو او اړوندو ارګانونو سره د یوې بشپړي همغږۍ له لاري هواري کړو. نوموړي زیاته کړه، چي د مالیې وزارت هڅه کوي، څو ټول بندرونه معیاري کړي، د افغان سوداګرو او صنتکارانو لپاره د معیاري خدمتونو وړاندي کولو له لاري د دوی ستونزي حل کړي او ګڼ شمېر اسانتیاوې ورته برابري کړي.

خبر

ورپسې د خصوصي سکټور استازو خپلي ستونزي او په مخ کي پراته خنډونه له ګډونوالو سره شریک کړل او د خصوصي سکټور د ودي پیاوړي کولو او هیوادوالو ته د غوره خدمتونو وړاندي کولو لپاره یې خپل وړاندېزونه په ډاګه کړل.

همدا شان په دې کنفرانس کي خصوصي سکټور په ۸  کاري ګروپونه ووېشل سو، چي (د بانکدارۍ او مالي خدمتونو سکټور، د کانونو او صنعت سکټور، روغتیا سکټور، د ټرانسپورټ او سوداګرۍ سکټور، د متشبیثو ښځو سکټور، د خصوصي لوړو زده کړو سکټور او د غالیو او لاسي صنایعو سکټور) پکښي شامل ول او یادو سکټورونو د ستونزو، وړاندیزونو او لومړیتوبونو په ټاکلو سره بحثونه او د نظرونو تبادله وکړه او په دې تړاو یې پریزینټېشن هم وړاندي کړ.

د یادونې وړده، چي په دې کنفرانس کي ملا عبدالغني برادر او الحاج ملاهدایت الله بدري، ته د دوی د همکارۍ او غوره خدمتونو وړاندي کولو په ویاړ د سوداګرۍ او صنایع خوني عالي نښان او ستاینلیکونه ډالۍ سول.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۱۵:۲۱
Background image

د آقینې په ګمرک کي د شاوخوا (۷۳) میلیونه افغانیو په ارزښت ستري پروژې بشپړېدونکي دي!

د وږي ۲۳مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست، چي د شاوخوا (۷۳،۴) میلیونه افغانیو په ارزښت د فاریاب ولایت د آقینې په ګمرک کي د چاپېره دېوال او ټاورونو، د ارشیف ودانۍ او د درې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۴:۵۷
Background image

تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي!


د وږي ۱۸مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو په تېري یوې اوونۍ کي د هرات، کندهار، نیمروز، فراه او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي په زیاته اندازه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۶:۴۰
Background image

د ابونصر فراهي، نیمروز او هرات ګمرکونو کارکوونکو له پاره دوهم روزنیز پروګرام پای ته ورسېد!


د وږي ۱۷مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم؛ د فراه، نیمروز او هرات ولایت ګمرکونو (۳۰) تنو کارکوونکو له پاره یو میاشتنی روزنیز پروګرام پای. . .

BACK TO NEWS