د اسیا پراختیایي بانک د پراختیایي پروژو د ارزونې په موخه ناسته وشوه

admin_mof
پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۴ - ۱۰:۳۷
خبر

د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، په مشرۍ، د اسیا پراختیایي بانک د پراختیایي پروژو د ارزونې په موخه ناسته چې د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال نذیر کبیري او یو شمېر رئیسانو هم حضور درلود، د افغانستان لپاره د اسیا پراختیایي بانک له رئیس او د دې بانک د رهبرۍ پلاوي سره په مجازي ډول ترسره شوه.

په دې ناسته کې دواړو لوریو په وچکالۍ، قحطۍ او د اسیا پراختیایي بانک له خوا تر کار لاندې تمویلېدونکو پروژو د ارزونې او یو شمېر نورو بېلابېلو موضوعاتو په تړاو خبرې اترې وکړې. د مالیې وزارت سرپرست سره له دې چې د وچکالۍ او قحطۍ په برخه کې د اسیا پراختیایي بانک د مرستو غوښتونکی شو څرګنده کړه، چې د نظر وړ پروژو په پلي کولو کې دغه وزارت بشپړ چمتووالی لري. همدا شان د افغانستان لپاره د اسیا پراختیایي بانک رئیس هم د دې بانک له لوري د دوامداره مرستو او همکاریو ډاډ ورکړ.

خبر

 

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۵:۳۵
Background image

د عوایدو لوی ریاست استازو په زابل کي سوداګرو، صنعت کارانو او د سیکټوري ریاستونو غړو ته د مالیاتو په تړاو معلومات ورکړل

د سلواغې۲۱مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست استازو د زابل ولایت له سوداګرو، صنعتکارانو او د سیکټوري ریاستونو له غړو سره د افغانستان د مالیاتي نظام او د مالیاتو د تحصیل بهیر. . .

BACK TO NEWS