د مالیې وزارت سرپرست د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان له دایمي استازي او سفیر سره ولیدل
د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان له دایمي استازي او سفیر غلام محمد اسحاقزي سره د مالیې په وزارت کې ولیدل.
د مالیې وزارت سرپرست له غلام محمد اسحاقزي او مل پلاوي سره د هېواد د روان اقتصادي وضعیت په تړاو هر اړخیز بحث او د نظرونو تبادله وکړه. ښاغلي اسحاقزي ژمنه وکړه، چې د افغانستان د خلکو د دفاع لپاره به تر خپله وسه هڅه کوي، څو د دې ملت پیغام د ملګرو ملتونو عمومي ناستې ته ورسوي او د دې ملت او دولت استازیتوب به کوي.
همدا شان په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو سازمان د مرستو په همغږۍ، له نړیوالې ټولنې او د ملګرو ملتونو له سازمان سره د اړیکو ښه کېدو او اقتصادي چارو په تړاو هر اړخیز بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
