د فساد، بې غورۍ او کم کارۍ ستونزو ته د رسېدو په موخه له خلکو سره د مالیې وزارت د سرپرست مخامخ ناسته وشوه

admin_mof
شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۹ - ۷:۵۰
خبر

د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، د فساد، بې غورۍ، کم کارۍ او د مالیې وزارت د کارکوونکو او مسؤلینو د ناوړه چلند او نورو ورته ستونزو ته د رسېدو په موخه د خلکو له مختلفو قشرونو (ملي سوداګرو، پانګوالو او عامو خلکو) سره د دې وزارت په خیبر هال کې په مستقیم ډول وکتل.

په دې لیدنه کې چې د مالیې وزارت مشرتابه غړو او کارکوونکو هم ګډون کړی وو. بېلابېلو قشرونو د عوایدي سرچینو، اصلاحاتو پلي کولو، ګمارنې په برخو کې د اصلاحاتو په راوستو او دولتي شرکتونو په برخو کې خپلې ستونزې مخامخ د مالیې وزارت له سرپرست، سره شریکې کړې او یادو ستونزو ته د رسېدو غوښتونکي شول.

د مالیې وزارت سرپرست، د دوی د ستونزو اورېدو ترڅنګ، ستونزې ډل بندي کړې او دغو ستونزو ته د رسېدو په موخه یې اړوندو مراجعو ته وړاندې کړې. نوموړي ټولو شکایت کوونکو ته ژمنه ورکړه، چې د هیواد نافذه قوانینو او امکاناتو په پام کې نیولو سره به یې ستونزو ته رسېدنه کېږي.

د یادونې وړده، چې د مالیې وزارت سرپرست، د حکومت په کچه د یوه بېساري اقدام په ترسره کولو، د پنجشنبې په ورځو له (۱-۳ بجو پورې) د مختلفو قشرونو (مالیه ورکوونکو، ملي سوداګرو، د خصوصي سکټور استازو او عامو خلکو) سره له نږدې لیدنه او خبرې کوي، څو د دوی ستونزې له نږدې واوري او د نافذه قوانینو په رڼا کې د حل لارې ورته ومومي.

خبر

هر څوک کولای شي، چې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د مالیې وزارت له مشرتابه سره مخامخ په ازاده توګه وویني، دوه ورځې وړاندې په دغه ایمېل پته (complaint@mof.gov.af) په ناسته کې ګډون وکړئ او یا د دفتر عمومي ریاست، د همغږۍ او څارنې ریاست، شکایتونو ته د رسېدو امریت له دغو شمېرو (0202924187) (0202924190) سره اړیکه ونیسئ.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۵۰
Background image

د کندهار او غزني د مستوفیتونو او د بلخ او کندهار د ګمرکونو کارکوونکو ته روزنیز پروګرامونه پیل سول

د وري ۱۰مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ د (١٤٠٥) هـ.ل کال د تدریسي پلان له مخي د کندهار او غزني مستوفیتونو او همدارنګه د کندهار او بلخ ګمرکونو کارکوونکو ته په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲۵
Background image

د مالیې وزارت د رهبرۍ پلاوي اوومه ناسته وسوه

د وري ۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند په مشرۍ او د اداري چارو، ګمرکونو او عوایدو او پالیسۍ معینانو، د اړوندو رئیسانو او مسئولینو په ګډون د روان کال (۱۴۴۷/۱۰/۱۰)نېټه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۲:۳۸
Background image

د مالیې وزیر د عزیزي ګروپ له استازو سره وکتل

د کب ۲۶مه ۱۴۰۴ه۔ل

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند د دغه وزارت په مقام کي د عزیزي ګروپ له استازو سره وليدل. 
د دې لیدني په ترڅ کي د دواړو لوریو ترمنځ د غوره همغږۍ په موخه د عزیزي. . .

BACK TO NEWS