د مالیې وزارت سرپرست د اترا ادارې له عمومي رئیس سره لیدنه وکړه
د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، نن د مخابراتي چارو د تنظیم (اترا) ادارې له عمومي رئیس منصور انصاري، سره د مالیې په وزارت کې لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د مالیې وزارت او د مخابراتي چارو د تنظیم (اترا) ادارې ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په رامنځته کېدو، د مخابراتو په سکټور په ځانګړي توګه د افغان تیلیکام په مخابراتي شرکت کې د اصلاحاتو په رامنځته کېدو، د ازادې سیالۍ له لارې د څلورم نسل انټرنیټ (4G) د پلورلو اعلان، د ملي عوایدو راټولېدو، د مخابراتي خدمتونو د محصولاتو قانون او مخابراتي خدمتونو د تنظیم په قوانینو کې د تعدیل راوستو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو په تړاو خبرې او د نظرونو تبادله وشوه.
