د ۲۰۲۰ پراختیایي کنفرانس لپاره د افغانستان د مشارکت چوکاټ تخنیکي ناسته

admin_mof
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۳۰ - ۱۱:۴۰
خبر

د مالیې وزارت د همغږۍ او راپور ورکولو عمومي رئیس او د پالیسۍ معینیت سرپرست ښاغلي محمد ناصر صدیقي، په مشرۍ د تلې میاشتې په ۲۹ مه نېټه د ۲۰۲۰ پراختیایي کنفرانس لپاره د افغانستان د مشارکت چوکاټ تخنیکي ناسته د مالیې په وزارت کې وشوه.

په دې ناسته کې چې د اړوندو ادارو مسؤلینو او استازو ګډون کړی وو، د ۲۰۲۰ پراختیایي کنفرانس چوکاټ په اړه چې ټاکل شوې ده د روان کال نوامبر میاشتې په وروستیو کې ترسره شي، بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

په پیل کې د پالیسۍ معینیت سرپرست، ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې د جینوا پراختیایي کنفرانس د افغانستان، فنلنډ دولت او ملګرو ملتونو سازمان په ګډ کوربتوب ترسره کېږي او تر ۲۰۲۴ کال پوري د افغانستان لپاره وروستی کنفرانس دی.

ښاغلي صدیقي زیاته کړه، چې د پراختیایي شریکانو او د افغانستان د دولت مشرتابه په هوکړه د دوه اړخیزې حساب ورکړې چوکاټ نوم د مشارکت په چوکاټ بدل شوی، هغه زیاته کړه چې په نوې چوکاټ کې هڅه شوې ده، چې د پخوا په پرتله د ژمنو شمېر را کم او د ژمنو زیاته پاملرنه پراخو اصلاحاتو ته واوړي.

خبر

په دې ناسته کې ګډونوالو د خپلو ژمنو په اړه خبرې وکړې او د متن او د تعیین شویو ژمنو د ژبې لپاره یې خپل اصلاحي نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړل.

همدا شان په دې ناسته کې ښاغلي صدیقي د همکاریو نوی چوکاټ چې د جینوا دوه اړخیزه حساب ورکړې د ژمنو چوکاټ پر ځای بدل شوی، ګډونوالو ته معرفي او روښانه کړ.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۲۱
Background image

د چنګاښ په میاشت کې د تر سره شویو ګمرکي چارو تخنیکي ارزونه وشوه

د زمري۲۱مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج ملا نعمت الله حسن په مشرۍ او د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد او اړوندو مسئولینو په ګډون د روان (۱۴۰۵) هـ.ل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۱:۱۸
Background image

د امارتي املاکو عمومي رئیس هرات، نیمروز او فراه ولایتونو ته رسمي سفر وکړ

د زمري۱۷مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د امارتي املاکو عمومي رئیس، الحاج حافظ عبدالقدیر حقاني، د یوه مسلکي پلاوي په ملتیا هرات، نیمروز او فراه ولایتونو ته رسمي سفر وکړ.
د یاد سفر په ترڅ کې. . .

BACK TO NEWS