د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي د استازي له مرستیال سره د پیژندنې ناسته وکړه

admin_mof
یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۳۰ - ۸:۱۹
خبر

د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي استازي له مرستیال ښاغلي ډاکټر رمیز الکبروف، سره د وږې میاشتې په ۲۹ مه نېټه په مالیې وزارت کې د پیژندنې ناسته وکړه.

په دې ناسته کې چې د یادې ادارې د تمویلوونکو د همغږۍ برخې مسؤل ښاغلي اتول ګوپتا، هم حضور درلود، په پیل کې د مالیې وزارت سرپرست، نوموړي ته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د سر منشي مرستیال په توګه د دې تصدۍ ورسپارلو مبارکي ورکړه او په چارو کې یې د بریا غوښتونکی شو. نوموړي زیاته کړه، چې د مالیې وزارت او په کابل کې یوناما دفتر ترمنځ ښه همغږي شته او هیله مو ده، چې ستاسو په کاري موده کې د دواړو لوریو ترمنځ دغه همغږي نوره هم پیاوړي شي.

د مالیې وزارت سرپرست وویل، چې یوناما د افغانستان په ټولو برخو په ځانګړي توګه مالي او اقتصادي برخه کې دخیله ده او زموږ لپاره ډېره اړینه ده، چې د افغانستان لپاره د ۲۰۲۰ کال کنفرانس ترسره کېدو ته د افغانستان دولت، یوناما او فنلنډ هیواد په همغږي ډول کار وکړي، ترڅو یو بریالی کنفرانس ولرو.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د استازي مرستیال وویل، چې اوس مهال زموږ ټوله پاملرنه د افغانستان لپاره د ۲۰۲۰ پراختیایي کنفراس ته ده او هیله مو ده چې د مالي ژمنو له اړخه یاد کنفرانس په بریالیتوب سره ترسره شي. نوموړي ډاډ ورکړ، چې د یوناما له لوري ټول چمتووالی نیول شوی دی او په دې برخه کې له مالیې وزارت له تخنیکي ټیم سره په ګډه کار کوو.

د مالیې وزارت سرپرست وویل، چې زموږ له اړخه هم ټول اساسي سندونه بشپړ او د افغانستان له مرسته کوونکو سره شریک شوي دي او د دې ترڅنګ ټولو دولتي ادارو ته لېږل شوې دي. ډېری تمویلوونکو له موږ سره خپل نظرونه شریک کړي او د نوامبر میاشتې په لومړیو کې به نهایي شي.

خبر

په پای کې دواړو لوریو ټینګار وکړ، چې د افغانستان لپاره د ۲۰۲۰ کال پراختیایي کنفرانس ترڅنګ دي، د دواړو ادارو ترمنځ همغږي او همکاري پیاوړي شي او د سولې د مذاکراتو د بریالیتوب په صورت کې به په افغانستان کې د پراختیایي کارونولپاره نوره هم زمینه برابره شي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۵:۵۷
Background image

د کندهار او فراه په ګمرکونو کې د لوړ تناژ تلې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د زمري۲۶مه۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري سوداګرو ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو او د ګمرکي طی مراحلو د چټکتیا په موخه د کندهار او فراه په ګمرکونو کې د (۲۶). . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۶:۱۱
Background image

په یو شمېر ګمرکونو کې د (۳۷،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د امنیتي کېمرو د نصبولو چارې پیل شوې

د زمري۲۵مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د هېواد په څلورو ګمرکونو کندوز، بلخ نائب‌آباد او کابل ګمرک کې د شاوخوا (۳۷،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د امنیتي کېمرو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۸:۵۰
Background image

د مالیې وزیر د ایران د زراعت له وزیر سره وکتل

د زمري۲۲مه۱۴۰۵هـ.ل

د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزیر ښاغلي حاجي ملا محمد ناصر اخند د ایران اسلامي جمهوریت د زراعت له وزیر ښاغلي غلام رضا نوري او مل پلاوي سره د کابل په. . .

BACK TO NEWS