د بودیجوي واحدونو د پراختیایي بودیجې لګښت لوړولو په موخه ناسته وشوه
د مالیې وزارت مالي مرستیال ښاغلي عبدالحبیب ځدراڼ، په مشرۍ د بودیجوي واحدونو د پراختیایي بودیجې لګښت لوړولو په موخه ناسته په مالیې وزارت کې جوړه وشوپه دې ناسته کې د هغو دولتي ادارو مسؤلینو او استازو ګډون کړی وو، چې زیاته پراختیایي بودیجه په واک لري.
په یاده ناسته کې د تخصیصاتو، د غیر اختیاري پراختیایي بودیجې د لګښتونو، د ۱۳۹۹ مالي کال تر وروستیو پورې د پراختیایي پروژو د پلي کېدو، د بودیجوي واحدونو د پراختیایي بودیجې د لګښت په لوړیدو، له مالیې وزارت سره د یادو واحدونو د عمل پلان شریکولو او پراختیایي پروژو پلي کولو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو په تړاو بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

پرېکړه وشوه، چې بودیجوي واحدونه له مالیې وزارت سره په ګډه په یوه کاري ټیم کار وکړي او د پراختیایي پروژو د پلي کولو پلان له مالیې وزارت سره شریک کړي، څو د پراختیایي پروژو پلي کولو د اغیزمنتوب اصل په پام کې نیولو سره د پراختیایي بودیجې د لګښت کچه تر لوړه شي.
