چین را روانه اوونۍ د کرونا ویروس خپرېدو د مخینوي لپاره وسایل او تجهیزات د افغانستان دولت په واک کې ورکوي

admin_mof
یکشنبه ۱۳۹۹/۱/۳ - ۱۵:۸
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د وري میاشتې په ۳ مه نېټه د افغانسان لپاره د چین له سفیر ښاغلي وانګ یو، سره په مالیې وزارت کې ولیدل.
د مالیې وزارت سرپرست، د چین له سفیره د کرونا ویروس خپرېدو د مخینوي پرخه کې د مرستو مننه وکړه او ویې ویل، چې د افغانستان لپاره د دې هیواد مرستې اړینې دي او افغانستان په دې برخه کې زیاتو سرچینو ته اړتیا لري.
د چین سفیر وویل، چې ټاکل شوې ده د روان کال اپرېل په لومړیو کې لس زره کرونا ټسټ، د هوا جوړولو دوه دستګاوې او د اکسیجن دوه ماشینونه د افغانستان حکومت په واک کې ورکړي. نوموړي زیاته کړه، چې د علي بابا شرکت ۱۰۰ زره ماسکونه او د کرونا د تشخیص ۲۰ زره ماشینونه له افغانستان سره مرسته وکوي.
د مالیې وزارت سرپرست وویل، چې د کرونا د تشخیص ماشینونه او د خوندیتوب جامې زموږ لومړنۍ اړتیاوې دي. د چین سفیر وویل، خوښ یم چې ستاسو اړتیاوې مې درک کړې او د اړتیا وړ توکې به درته چمتو کړو. هغه زیاته کړه، چې چینایي متخصصینو د افغانستان د عامې روغتیا له وزارت سره د کرونا ویروس د مخنیوي په پار خپلې تجربې د ویډیو کنفرانس له لارې شریکې کړې دي.
همدا شان دواړو لوریو د ګمرکي معلوماتو د راکړې ورکړې په تړاو خپل نظرونه تبادله کړل. ښاغلي قیومي، وویل؛ چې افغانستان غواړي د مالیاتو له تېښتې او د واقعیت خلاف اظهارلیکونو د مخنیوي لپاره د چین له هیواد سره چې د افغانستان مهم همکار دی ګمرکي اطلاعات او معلومات تبادله کړي. دغه چاره به د دواړو هیوادونو له صادراتو او وارداتو سره مرسته وکړي.

خبر

د چین سفیر د مالیې وزارت سرپرست له وړاندیز وړاندیز څخه د هرکلي ترڅنګ وویل، چې دا موضوع به د خپل د هیواد له چارواکو سره شریکه کړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۵
Background image

د عوایدو عمومي ریاست د رهبرۍ دوولسمه ناسته وشوه

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو عمومي رئیس الحاج مولوي سفرمحمد سحر په مشرۍ، د عوایدو عمومي ریاست د (۱۴۰۵) هـ.ل کال د رهبرۍ دوولسمه ناسته د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۰
Background image

د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د شاوخوا (۴،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې.
تر دې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۷
Background image

د ګمرکونو لوی ریاست اداري ناسته وشوه

د وږې ۲۸مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د ګمرکونو لوی رئیس الحاج محمد حامد احمد په مشرۍ د ګمرکونو لوی ریاست د (۱۴۰۵) هـ.ل کال دوولسمه اداري ناسته د یاد ریاست په مقام کې وشوه.
په دې ناسته کې چې د ګمرکونو. . .

BACK TO NEWS