کورنیو او بهرنیوموسساتو ته آنلاین روزنیز پروګرام ورکړل سو

admin_mof
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۰ - ۱۹:۱۶
خبر

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست تل هڅه کړې، چي ټولو مالیه ورکوونکو ته غوره خدمات وړاندي کړي. پر همدې بنسټ دا ځل د عوایدو لوی ریاست د پالیسۍ او حقوقي خدمتونو ریاست د ټولو غیر انتفاعي (کورنیو او بهرنیو) بنسټونو لپاره درې ورځنی دوه ساعته آنلاین روزنیز پروګرام پیل کړ، چي له ( ۳۰۰) څخه زیاتو کورنیو او بهرنیو بنسټونو پکښي برخه اخیستې وه.
په دې روزنیز پروګرام کي ګډونوالو ته د کلني اظهارلیک ترتیبولو، مالیاتي قوانینو او د مالیاتي معافیتونو لپاره د اړینو اسنادو د چمتو کولو په موخه لازم لارښودونه وړاندي او په وروستیو کي د مؤسساتو سوالونه هم ځواب سول.
د یادوني وړ ده، چي د دغه روزنیز پروګرام په پای کي د ټولو روزنیزو مواردو سربېره قوانین، طرزالعملونه او لارښودونه هم له ګډونوالو سره شریک سول.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۲۴
Background image

د کابل د ودونو تالارونو د اتحادیې له مسئولینو سره ناسته وشوه

د چنګاښ ۱۰مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر په مشرۍ او د ګمرکونو او عوایدو معینیت د مشاورینو، د عوایدو د سیسټم رئیس او د یاد ریاست د یو شمیر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۴:۳۲
Background image

د بدخشان مستوفیت کارکوونکو ته روزنیز پروګرام پیل شو

د چنګاښ ۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیي وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم د بدخشان مستوفیت کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې او مسلکي کولو ترعنوان لاندې روزنیز پروګرام پيل شو.
پ. . .

BACK TO NEWS