کندهار کي بې محصوله توکي نیول سوي
د مالیې وزارت د ګمرکونو د ساتني او ځانګړو عملیاتو تنفیذي قطعې مؤظفینو په کندهار ولایت کي په جلا جلا توګه په (۷) مختلفو موټرو کي (۱۳۴۰) بورۍ لوبیا (۱۷۵۰) بورۍ دال، (۶۳۰) کارتنه شیدې، (۷۰) کارتنه درمل (۷۰) کارتنه اَچار چي ګمرکي محصول یې نه وو تحویل سوی؛ کشف او نیولي دي.
یاد غیر محصولي اموال د سپین بولدک څخه کندهار ښار ته انتقالېدل چي د ګمرکي پولیسو لخوا د ارغستان په سیمه کي ونیول سول.
