کندهار ولایت کي نا محصوله توکي نیول سوي

admin_mof
یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۰ - ۱۵:۱۴
خبر

د مالیې وزارت د ګمرکونو د ساتني او ځانګړو عملیاتو تنفیذي قطعې زړورو ځواکونو کندهار ولایت کي ۱۵ عرادې مختلف النوع موټرو کي، چي په زیاته اندازه (چاکلېټ شیریني، درمل، بادام، نخود، د ښځینه وو جامې او نور خوراکي او غیر خوراکي) توکي پکښي شامل او ګمرکي محصول یې نه وو تحویل کړی، د دې وزارت د ګمرکونو د ساتني ځانګړي قطعې د سرتېرو له خوا کشف او ونیول سول.

دغه توکي چي ګمرکي محصول یې نه وو سوی او کندهار ښار ته لېږدول کېدل، د ارغستان په سیمه کي نیول سوي. په پېښه کي تورن کسان د یادي قطعې له لوري اړوند تحقیقاتي ارګانونو ته سپارل سوي.

خبر

هېره دي نه وي، چي د مالیې وزارت د ګمرکونو د ساتني ځانګړې قطعې ځواکونه ډېر بیداره او په لنډه موده کي یې ګڼ شمېر نیوني او لاسته راوړني لرلي دي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۵۰
Background image

د کندهار او غزني د مستوفیتونو او د بلخ او کندهار د ګمرکونو کارکوونکو ته روزنیز پروګرامونه پیل سول

د وري ۱۰مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ د (١٤٠٥) هـ.ل کال د تدریسي پلان له مخي د کندهار او غزني مستوفیتونو او همدارنګه د کندهار او بلخ ګمرکونو کارکوونکو ته په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲۵
Background image

د مالیې وزارت د رهبرۍ پلاوي اوومه ناسته وسوه

د وري ۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند په مشرۍ او د اداري چارو، ګمرکونو او عوایدو او پالیسۍ معینانو، د اړوندو رئیسانو او مسئولینو په ګډون د روان کال (۱۴۴۷/۱۰/۱۰)نېټه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۲:۳۸
Background image

د مالیې وزیر د عزیزي ګروپ له استازو سره وکتل

د کب ۲۶مه ۱۴۰۴ه۔ل

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند د دغه وزارت په مقام کي د عزیزي ګروپ له استازو سره وليدل. 
د دې لیدني په ترڅ کي د دواړو لوریو ترمنځ د غوره همغږۍ په موخه د عزیزي. . .

BACK TO NEWS