په یو شمېر ګمرکونو کي د (۱۰.۵) میلیونه افغانیو په ارزښت د ګمرکي تلو د ترمیم چاري پیل سوې!

syllab_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۶ - ۱۵:۵۶
..........

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست سوداګرو ته د اسانتیاو رامنځته کولو او د ګمرکي طی مراحلو د لا چټکتیا په موخه د کابل، شېرخان بندر، ابو نصر فراهي او پکتیکا په ګمرکونو کي د څلورو پایو لوړ تناژ لرونکو تلو د ترمیم چاري د (۱۰.۵) میلیونه افغانیو په ارزښت پیل کړې.
یادي تلي د اسلامي امارت له بیا ځلي حاکمیت څخه وړاندي په غیر معیاري ډول نصب سوي وې، چي اکثره وخت به ئې تخنیکي ستونزي پیدا کولي او ګمرکي چارې ئې له ځنډ سره مخ کولی، چي په ترمیم سره به ئې ټولي ستونزي حل سي.
د یادونې وړ ده، چي د یادو تلو د ترمیم لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي، چې په دوه نیمو میاشتو کي به ترمیم او ګټي اخیستني ته وسپارل سي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۰:۲۷
Background image

د مستوفیتونو له مسئولینو سره انلاین ناسته وشوه

د غبرګولي ۱۸مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د عملیاتي مرستیال په مشرۍ او د دغه ریاست تخنیکي مرستیال، اړوند رئیسانو، آمرینو او د تنفیذ او مالیاتي اطاعت پذیرۍ عمومي مدیرانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۰:۳۳
Background image

د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۲۴) شکایتونو ته رسېدنه کړې ده

د غبرګولي ۱۷مه ۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د کورنۍ پلټنې لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډوني او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته. . .

BACK TO NEWS