په کندهار کي بې محصوله توکي نیول سوي
د کندهار ګمرک امنیتي مؤظفینو په اوو (۷) موټرو کي ۴۰۰ کارتنه شیدې، ۳۹۰ بورۍ د ښځینه وو جامې، ۱۲ ډبې تېزاب، ۱۵بورۍ خولۍ او نور غیر محصولي توکي چي پرته له ګمرکي محصول ورکولو کندهار ښار ته لېږدول کېدل؛ کشف او نیولي.
یاد توکي چي لېږد یې په غیر قانوني توګه کېده؛ ګمرکي پولیسو د ارغستان په سیمه کي نیولي او قضیه تر تحقیق لاندي ده.
