په ننګرهار ګمرک کي د صادراتي توکو لپاره تله فعاله سوه
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست په لومړي ځل د ننګرهار په ګمرک کي د صادراتي توکو لپاره تله فعاله او ګټي اخیستني ته وسپارله.
یاده تله د صادراتي توکو دقیق وزن معلوموي چي له دې سره به د ملي عوایدو له ضایع کېدو او اضافه وزن څخه مخنیوی وسي.
یاده تله ٢٢ متره اوږد والی لري، چي د ١٥٠ ټنه وزن معلومولو وړتیا لري.
د یادوني وړ ده چي پر ياده تله شاوخوا څلور میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چي پیسې یې د مالیې وزارت له بودیجې څخه ورکړل سوي دي او کارونه یې د یو افغاني شرکت له لوري تر سره سوي دي.
