په میدان وردګو ولایت کي د ډبرو سکرو لپاره د یوه ملي مارکېټ جوړولو چاري پیل سوې
د میدان وردګو ولایت د مرکز میدان ښار اړوند (کوټه عشرو) سیمه کي د ماليې وزارت اړوند د ملي پراختیا شرکت له لوري د ډبرو سکرو د پروسس یو ملي معیاري مرکز د جوړولو چاري پیل سوې.
په همدې موخه جوړه سوې غونډه کي د مالیې وزارت د ملي پراختیا شرکت مسؤلینو، د میدان وردګو ولایت ځایي مسؤلینو، د دې ولایت دیني علماوو او ولسونو ګډون کړی وو.
د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالولي عادل وویل، چي پر هیواد داسلامي امارت له بیا حاکمیت سره، پراختیایي پروژو ته ځانګړې پاملرنه سوې او د پروژو مالي تمویل هم له خپلي ملي بودیجې څخه پوره کېږي. ښاغلي عادل زیاته کړه، چي اسلامي امارت د هیواد د اقتصادي ځانبسیایني لپاره د موجودو اقتصادي سرچینو څخه په ښې ګټي اخیستني سره، د سترو ملي اقتصادي پروژو پلي کولو ته پوره ژمنتیا لري.
د میدان وردګو ولایت والي قاري بختیار معاذ، د ډبرو سکرو یاده پروژه یوه ملي پروژه یاده کړه او وئې ویل، چي له دې سره به زیات شمېر هیواوالو ته د کار زمینه برابره سي او ورسره به په میدان وردګو ولایت کي په بېلابلو برخو کي د رغوني چاري ترسره سي.
حاجي غیاث الدین ريښتین د میدان وردګو ولایت د ولسونو په استازولي خبري وکړې او د دې ستري پروژې د پرانیستلو له امله ئې د اسلامي امارت له مسؤلینو څخه مننه وکړه. ښاغلي ريښتین د ولسونو په استازولۍ د دې ملي پروژې څخه د هر اړخیز ملاتړ او ډاډ څرګندلو ترڅنګ وویل، چي ولس د پروژې د عملي کېدلو په برخه کي هر ډول همکاریو ته چمتو دئ.
د یادوني وړ ده، چي دغه ملي مرکز په (۷۰۰) جریبه ځمکه کي په ملي او نړیوالو معیارونو برابر رغول کېږي، چي د بلخآب د ډبرو سکاره به دلته له پروسس او بسته بندۍ وروسته، بهرنیو هیوادونو ته لېږدول کېږي.
