په تېرو دوو اوونیو کي د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي
د تلي ۳۰مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو په تېرو دوو اونیو کي د کندهار، نیمروز او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سيمو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي، چي قاچاق کوونکو غوښتل له ګمرکي محصول پرته ئې په قاچاقي ډول افغانستان ته راوړي.
په نیول سویو توکو کي (۱۲۷۶۹) کیلو ګرامه انساني طبي درمل، (۲۲۰) کیلو ګرامه حیواني درمل، (۱۴۳۷) کیلو ګرامه چاکلېټ، (۱۰۶۶) کیلو ګرامه نوې البسه، (۴۴۰۰) کیلو ګرامه مالګه، (۳۵۳۴) کیلو ګرامه ګوړه، (۳۰۰۰) کیلو ګرامه د دېګ مساله، (۹۵۰) کیلو ګرامه پاکټي کوچ، (۹۲۲۵) کیلو ګرامه خرما، (۳۰۹) کیلو ګرامه رخت باب، (۲۰۰) کیلو ګرامه تمباکو، (۱۴۲) کیلو ګرامه د چلم مېوه، (۱۵۰) کیلو ګرامه اچار، (۱۵۰) کیلو ګرامه لوبیا، (۵۰) کیلو ګرامه وچي شیدې، (۴۹) کیلو ګرامه بنجاره باب او (۲۵) کیلو ګرامه خام نخود شامل دي.
نیول سوي توکي او تورن کسان د نورو اجراآتو له پاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل سوي دي.
د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت د ګرځنده څارني کارکوونکي په ټول هیواد کي ګرځنده څارنه کوي او هیچا ته اجازه نه ورکوي، چي ممنوعه او قاچاقي توکي ولېږدوي.
