په تېرو دوو اونیو کي د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي!

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۵:۲۸
............


د زمري ۲۷مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کي د هرات، کندهار، نیمروز، فراه او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي، چي قاچاق کوونکو غوښتل له ګمرکي محصول پرته ئې په قاچاقي ډول افغانستان ته راوړي.
په نیول سویو توکو کي (۲۷۹۷۶) کیلو ګرامه چاکلېټ، (۷۱۸۴) کیلو ګرامه انساني طبي درمل، (۲۵۵۲) کیلو ګرامه زراعتي درمل، (۳۱۱۹) کیلو ګرامه مالګه، (۷۳۶) کیلو ګرامه پنیر، (۲۱۰۰) کیلو ګرامه هګۍ، (۲۷۰) کیلو ګرامه تشي پلاسټیکي قطۍ، (۹۶) کیلو ګرامه د چلم مېوه، (۲۸۰) کیلو ګرامه پلاسټیکي کڅوړي، (۵۰۰) کیلو ګرامه اچار، (۱۶۰) کیلو ګرامه نوې البسه، (۵۶۵) کیلو ګرامه شامپو، (۱۵۰) کیلو ګرامه لوبیا (۴۰۰) کیلو ګرامه د جوسونو پایپونه او (۷۰) کیلو ګرامه رُب شامل دئ.
نیول سوي توکي او تورن کسان د نورو اجراآتو له پاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل سوي دي.
د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت د ګرځنده څارني کارکوونکي په ټول هیواد کي ګرځنده څارنه کوي او هیچا ته اجازه نه ورکوي، چي ممنوعه او قاچاقي توکي ولېږدوي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۵:۲۸
Background image

په تېرو دوو اونیو کي د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي!


د زمري ۲۷مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کي د هرات، کندهار، نیمروز، فراه او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي په زیاته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۵:۶
Background image

د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي پلاوي د بلخ، آقینې او کندوز ولایت د !ګمرکونو بهرنی ټرانزیټ و ارزاوه!


د زمري ۲۷مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي پلاوي بلخ، آقینې او د کندوز ولایت ګمرکونو ته په خپل رسمي سفر کي د یادو ګمرکونو د بهرني ټرانزیټ (T2) د روان تخنیکي بهیر. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۱۲:۳۰
Background image

د کورنۍ پلټني لوی ریاست پلاوي لوګر، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو ته سفر وکړ!


د زمري۲۶مه، ۱۴۰۴ هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست د عوایدو او ګمرکونو پلټني رئيس ښاغلي مولوي نورالحق نوراني په مشرۍ پلاوي د چارو د هر اړخیزي ارزوني په موخه لوګر، پکتیا،. . .

BACK TO NEWS