په افغانستان کې د اسیا پراختیایي بانک پروژو د امنیت خوندیتوب په تړاو ناسته وشوه
د مالیې وزارت مالي مرستیال عبدالحبیب ځدراڼ او د افغانستان لپاره د اسیا پراختیایي بانک مشر په ګډه مشرۍ، د دې بانک د پروژو د امنیت خوندیتوب په موخه ناسته وشوه.
په دې ناسته کې چې د امنیت شورای او د عامه ساتنې تصدۍ استازو هم ګډون کړی وو، په افغانستان کې د اسیا پراختیایي بانک له لوري د پلي کېدونکو پروژو د امنیت خوندیتوب په تړاو بحث او د نظرونو تبادله وشوه. په پای کې د دغو پروژو د پلي کولو پر وړاندې د شته ستونزو د حل په اړه پرېکړه وشوه، چې یو تخنیکي ټیم جوړ، ترڅو د یادو پروژو د څارنې په موخه پرلپسې ناستې ولري.
