هیواد ته د هر ډول پلاستیکي کڅوړو واردول منعه دي
د افغانستان اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره سم د هیواد په ټولو ګمرکونو بشپړ کنټرول واکمن سو، چي له هیواد څخه بهر او د ننه د هیڅ ډول ناقانونه توکو واردولو او صادرولو ته اجازه نه ورکول کېږي، په ځانګړې توګه پلاستیکي کڅوړو ته، چي په واردولو ئې په کلکه بنديز لګېدلی او د نه واردولو موخه ئې هم د چاپېریال له ککړتیا څخه مخنیوی دئ.
د اسلامي امارت د بیا حاکمیت له څه باندي دوه کاله بشپړېدو را وروسته یوازي د کندهار په ګمرک کي د (۳۰۰۰) پارسله پلاستیکي کڅوړو د واردولو مخنیوی سوی، چي هر پارسل (۲۵) کېلو ګرامه وزن لري. په داسي حال کي چي د پلاستیکي کڅوړو په را واردولو کلک بندیز لګول سوی، ولي ځینو واریدوونکو غوښتل چي په قاچاقي ډول ئې هیواد ته وارد کړي.
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له ټولو سوداګرو څخه په کلکه غوښتنه کوي، چي هیواد ته د هر ډول پلاستیکي کڅوړو له وارداتو څخه ډډه وکړي.
