مطبوعاتي خبرپاڼه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۷/۲ - ۸:۳۴
خبر

د افغانستان اسلامي جمهوریت د افغانستان بنسټونو او د زیربناو په بیا رغونه کې د نړیوالو دوستانو په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالتونو مرستو ته د قدر په سترګه ګوري.

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۱۹ کال د سپټمبر د ۱۹ مې نېټې د بیانیې په اړه چې په دې بیانیه کې د افغانستان د بیا رغونې صندوق سره د ۶۰ میلیونه امریکایې ډالرو د مرستې او د ۱۰۰ میلیونه امریکایې ډالرو بیرته ګرځول چې ټاکل شوی وه د برښنا انرژۍ یوه ستره پروژه تمویل وځنډول، باید وویل شي د تاسف ځای دی چې د ځینو ځنډونو او د افغانستان برښنا شرکت په پخواني مدیریت کې د ظرفیت کموالي له  امله موږ دا ۱۰۰ میلیونه امریکایې ډالره له لاسه ورکړل.

د ۱۰۰ میلیونه امریکایې ډالرو بیرته ګرځیدو پریکړه د هغو پلي کېدونکو پروژو د ځنډ لپاره چې دا پیسې ورته په پام کې نیول شوې وې د ۲۰۱۸ کال په فیبرورۍ کې شوې وه.

په هغه وخت کې د امریکا متحده ایالتونو د نړیوالې پراختیا ادارې مالیې وزارت او د افغانستان برښنا شرکت ته د یادو پیسو د نه موجودیت په اړه خبر ورکړی وو.

زموږ نړیوال همکاران حق لري هغه پیسې چې په یوې پروژه کې مصرف نشي او یا هم په کې سپما وشي، د خپلو هیوادونو خزانې ته بیرته وګرځوي. البته په یوې ځانګړې پروژه کې د یادې وجوې مقدار د افغانستان له ملي بودیجې څخه بهر وو. د افغانستان حکومت د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت او د نړیوالې پراختیا ادارې سره د تېرو کلونو را په دې خوا په نږدې همغږۍ سره کار کوي ترڅو په پراختیایې پروژو کې وړتیاوې، روڼتیا او تاثیر لرونکي میکانیزمونه ښه شي.

همداشان د افغانستان حکومت د سترو زېربنایي پروژو، چې له ملي بودیجې او یا له ملي بودیجې بهر تمویلېږي په جدي توګه خپله څارنه زیاته کړي ده. دغه پروژې باید په معین وخت کې پلي شي. کوم اړخونه چې د دې ډول اړینو پروګرامونو د کاري ځنډ او نا سالم مدیریت سبب کېږي، مسؤل به وګڼل شي.

په عامه مالي مدیریت کې اصلاحات د افغانستان د حکومت کلیدي لومړیتوب دی. د افغانستان حکومت له نړیوال بانک سره د اصلاحي ژمنو هڅوونکي پروګرام په برخه کې ښه پرمختګ کړی. له نړیوال بانک سره تر تشویقي پروګرام لاندي د مالي اصلاحاتو ۱۳ اړوندې ژمنې، د مالیې وزارت له لوري تر ۷۰ سلنې زیاتې ترسره کړي دي. د نورو پاتي ژمنو په برخه کې موږ په مثبت او د منلو وړ حالت کې یو، چې د ۲۰۱۹ کال نوامبر میاشتې په منځنیو کې د دې ژمنو له ترسره کولو سره د ۶۰ میلیونه امریکایي ډالرو غوښتنه کوو.

د افغانستان حکومت د امریکا متحده ایالتونو د ځانګړې څارنې ادارې د افغانستان له بیا رغونې څخه د ارزونې په برخه کې همنظره دی، چې فساد د افغانستان پراختیایي پلان د بریالیتوب په وړاندي د ستراتېژیکو خطرونو په سر کې راځي. موږ د خپل عامه مالي مدیریت د سیستمونو لا ښه والي برخه کې د نړیوالې ټولنې د همکاریو او مرستو غوښتونکي یو.  

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۵
Background image

د عوایدو عمومي ریاست د رهبرۍ دوولسمه ناسته وشوه

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو عمومي رئیس الحاج مولوي سفرمحمد سحر په مشرۍ، د عوایدو عمومي ریاست د (۱۴۰۵) هـ.ل کال د رهبرۍ دوولسمه ناسته د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۰
Background image

د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د شاوخوا (۴،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې.
تر دې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۷
Background image

د ګمرکونو لوی ریاست اداري ناسته وشوه

د وږې ۲۸مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د ګمرکونو لوی رئیس الحاج محمد حامد احمد په مشرۍ د ګمرکونو لوی ریاست د (۱۴۰۵) هـ.ل کال دوولسمه اداري ناسته د یاد ریاست په مقام کې وشوه.
په دې ناسته کې چې د ګمرکونو. . .

BACK TO NEWS