مطبوعاتي اعلامیه

admin_mof
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۳۰ - ۱۱:۳۷

د (افغانستان د اقتصاد کنفرانس: نوی پیل) په نامه یو ورځنی کنفرانس د مالیې وزارت په ابتکار د ۲۰۲۲ کال جنوري میاشت په ۱۹مه د افغانستان د ارګ په چهارچینار ماڼۍ کې ترسره سو.

دغه کنفرانس چي د اد (افغانستان د اقتصاد کنفرانس: نوی پیل) په نامه یو ورځنی کنفرانس د مالیې وزارت په ابتکار د ۲۰۲۲ کال جنوري میاشت په ۱۹مهفغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزرا‌‌ء الحاج ملا محمد حسن اخند، لخوا پرانیستل سو، د کابینې محترمو غړو، د ۱۶ ملګرو هیوادونو سفیرانو ، د ۸ نړیوالو سازمانونو استازو، د خصوصي سکټور استازو، اکاډمیکو ټولنو، اقتصادي متخصصینو او مدني ټولنې هم په دغې پرتمینه ناسته کې ګډون درلود.

د رئیس الوزراء مرستیال ښاغلي عبدالسلام حنیفي په خپلو مهمو ویناوو کې د افغانستان د اقتصاد لپاره د اسلامي امارت لیدلوری او عبوري ستراتیژي وړاندې کړه او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړې استازی هم دغې غونډې کي ځانګړې ویناوې وکړې او همدارنګه افغان حکومت د تېرو ۵ میاشتو مهمې لاسته راوړنې به مختصر ډول وړاندې کړې.

د افغانستان دولت اقتصادي لیدلوری او استراتيژي؛ د موثرې پلانګذارۍ او د سرچینو غوره تنظیم دی، تر څو په شته ستونزو تر برلاسي کېدو وروسته هېواد د اقتصادي پراختیا او ځان بسیاینې په لور حرکت وکړي.

دغه کنفرانس څلور محوري بحثونه لرل (بشري او نیمه پراختیایي مرستې، خصوصي سکټور او سیمه ییز اقتصادي همکاري، د افغانستان د بانکدارۍ سیستم او د افغانستان د زراعت او کانونو سکټور).

لومړی محوري بحث، بشري او نیمه پراختیایي مرستې تر بحث لاندې ونیول سوې او دا چې څرنګه د افغانستان د خلکو د هوساینې مشترکو موخو لپاره د اسلامي امارت هڅې تحقق مومي او له دغو مرستو اغېزمنه او اعظمي ګټه واخلي. په دویم محوري بحث کي ګډونوالو د خصوصي سکټور په حیاتي رول او د افغانستان او سیمې د اقتصادي پراختیا لپاره په سیمه ییزه اقتصادي همکارۍ بحث وکړ.

د بانکدارۍ سکټور بحث، د هېواد د بانکدارۍ سکټور اوسنۍ ستونزې یې و ارزولې او د دې سکټور د پیاوړتیا او پر مخ کي یې د پرتو ستونزو او خنډونو د حللارو لپاره وړاندیز وکړ. وروستی محوري بحث، زراعت او کانونه د اقتصادي ودې د خوځښت په توګه او د دې سکټور له بالقوه ظرفیت څخه د ګټې اخیستنې په څرنګوالي یې هر اړخیز بحثونه وکړل.

د دې کنفرانس په ترڅ کې د ملګرو ملتونو سازمان، نړیوالو مرستندویه سازمانونو او دوستو هیوادونو د افغانستان خلکو ته د بشردوستانه او نیمه پراختیایي مرستو د دوام ډاډ ورکړ.

د یادونې وړده، چي یاد کنفرانس هم مهاله په حضوري او آنلاین بڼه خپور سو.

وروستی خبرتیاوينور دلته

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۱:۳
Background image

د مالیې وزارت او د افغانستان بانک د مالي سیسټمونو د بیا نښلولو په موخه ناسته وسوه!



په رڼه توګه د ملي عوایدو د راټولولو، مالیه ورکونکو ته د لا اسانتیاوو رامنځته کولو او د ټولو اړینو لګښتونو او معاشونو د ښه او پر وخت اجرا کېدلو په موخه؛ د مالیې وزارت د پالیسۍ معین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۶:۶
Background image

د ګمرکونو او عوایدو لویو ریاستونو تر منځ د همغږۍ لومړنۍ ناسته وسوه!

 

د مالیې وزارت د رهبرۍ له هدایت سره سم د ګمرکونو او عوایدو لویو ریاستونو تر منځ د همغږۍ لومړنۍ ناسته د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید او د عوایدو لوی رئیس حافظ مولوي شاه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۴:۴۰
Background image

د هیواد د ګمرکي چارو د لا ښه والي په موخه مشورتي ناسته وسوه!

 

د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د ګمرکونو له مسؤلینو سره په نوي مالي کال کي د ګمرکي چارو د لا ښه والي په موخه مشورتي ناسته د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په. . .

BACK TO NEWS