مالیې وزیر له فساد سره د مبارزې نړیوالې ورځې په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ
مالیې وزیر ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال نن د لیندۍ میاشتې په ۱۹ مه نېټه له فساد سره د مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت چې د ملګرو ملتونو سازمان پراختیایې ادارې (UNDP) له لورې جوړه شوې وه، ګډون او خبرې وکړې.
په دې غونډه کې مالیې وزیر له فساد سره د مبارزې په برخه کې د مالیې وزارت کړنې او راتلوونکې پلانونه روښانه کړل.
