مالیې وزارت د هيواد په ګمرکونو کي د تازه مېوو او سبزیجاتو د صادراتو لپاره اسانتیاوي رامنځته کړي!
مالیې وزارت د تازه مېوو او سبزیجاتو د صادرولو په برخه کي د هر راز همکارۍ او اسانتیا رامنځته کولو ته ژمن دئ.
۱- د هیواد په ټولو ګمرکونو کي د تازه مېوو او سبزیجاتو صادرولو ته لومړیتوب ورکول کېږي.
۲- دا چي د هیواد زیاتره تازه مېوې او سبزیجات د تورخم او سپین بولدک له ګمرکونو صادريږي، په یادو ګمرکونو کي ګمرکي فعالیت (۲۴) ساعته او (۱۶) ساعته سوی دئ. هر کله چي سوداګر وغواړي خپل توکي صادر کړي د ګمرکونو دروازې د دوی پر مخ خلاصي او لاره ئې اسانه ده.
۳- هغه معتبر شرکتونه چي له هیواد څخه تازه مېوې او سبزيجات صادروي، د ګمرکونو لوی ریاست له لوري ټولو ګمرکونو ته هدایت ورکړل سوی، چي د اعتماد په صورت کي دي له جر وهلو پرته د ذکر سویو توکو موټرو ته له ګمرک څخه د وتلو اجازه ورکړي.
یادونه: د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د تازه مېوو او سبزیجاتو صادروونکو ته د هر راز اسانتیاوو برابرولو او لاري اسانولو ته ژمن دئ، په داسي حال کي چي سوداګر ئې غوښتونکي وي.
