مالیه ورکوونکو ته د اسانتیاوو په موخه د برېښنایي خدمتونو سیستم پرانیستل شو

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۸/۵/۹ - ۱۶:۴۴
خبر

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د مالیاتو الکترونیکي سیستم پرانېسته په مالياتي مکلفیتونو د تصفیې په برخه کې د پروسو اسانه کول، په خپله خوښه د اطاعت پذیزۍ کچې زیاتول او د ملي عوایدو زیاتوالي په موخه نن د زمري میاشتې په ۹ مه نېټه په انټرکانټیننټال هوټل کې وکړه.  

د یاد سیستم د پرانستې په مراسمو کې د اقتصاد وزارت د پالیسۍ او مسلکي معین ښاغلي اسماعیل رحیمي، د مالیې وزارت د عوایدو لویې ریسې اغلې امنې احمدي، د سوداګرۍ او صنایع خونې مرستیال ښاغلي خانجان الکوزي، د صنایع او کانونو خونې رئیس ښاغلي شیرباز کمین زاده، د ښځو د سوداګرۍ خونې اجرائیه رئیسې اغلی منیژې وافق، د نړیوالې سوداګرۍ خونې رئیس ښاغلي عبدالقدیر بهمن، د کسبه کارانو د ملي ټولنې استازي، د سوابقو ادارې رئیس ښاغلي انجینر جان محمد او یو شمېر مالیه ورکوونکو ګډون کړې وو.

د عوایدو لویي رئیسې اغلې امنې احمدي، ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ، د مالیاتو الکترونیکي سیستم جوړول ییې یوه ستره لاسته راوړنه یاده کړه  او ویې ویل، چې د برېښنایي خدمتونو سیستم به د مالیې وزارت په ټولو ادارو کې د ستر بدلون سبب وګرځي، هغې د خصوصي سکټور له استازو په ځانګړي توګه له مالیه ورکوونکو وغوښتل، څو په دې برخه کې له مالیې وزارت سره همکاري وکړي.

د اقتصاد وزارت مرستیال ښاغلي اسماعیل رحیمي، وویل، چې د مالیې وزارت دغه نوښت د اصلاحاتو پلي کولو، خصوصي سکټور د وضعیت ښه کولو، مالیو د تصفیې، د مالیاتي جریمو له مخنیوي او خصوصي سکټور د اظهار لیکونو لپاره جوړ شوی او کولی شي څلرویشت ساعته برېښنایي مالیاتي خدمتونه وړاندي کړي.

خبر

د سوداګرۍ خونو او د خصوصي سکټور استازو د مالیې وزارت له دې ګام پورته کولو څخه د هر کلي تر څنګ وویل، چې د یاد سیستم پرانیستل خصوصي سکټور او مالیه ورکوونکو ته زیاتې اسانتیاوې برابروي او زیاته یې کړه، چې مالیه وزارت له خصوصي سکټور سره نږدې اړیکې لري. هغوی وویل، چې د برېښنایي خدمتونو سیستم پرانیستل به د مالیاتي نظام د روڼتیا او پیاوړتیا سبب وګرځي.

خبر

د یادونې وړ ده چې الکترونیکي اظهارلیکونه د روان کال د چنګاښ میاشتې په ۱۸ مه نېټه د افغانستان د کابینې په غونډه کې تصویب شو، چې د مالیاتي تصفیې پروسې د کمولو، د مراجعینو له ګڼې ګوڼې څخه د مخنیوي، په انلاین ډول د اظهارلیکونو ډکول، په سمه توګه د مالیاتو د سنجونې، په دې برخه کې له فساد څخه د مخنیوي او د مالیه ورکوونکو له زیات وخت څخه د مخنیوي سبب کیږي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۲:۳۸
Background image

د مالیې وزیر د عزیزي ګروپ له استازو سره وکتل

د کب ۲۶مه ۱۴۰۴ه۔ل

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند د دغه وزارت په مقام کي د عزیزي ګروپ له استازو سره وليدل. 
د دې لیدني په ترڅ کي د دواړو لوریو ترمنځ د غوره همغږۍ په موخه د عزیزي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۵۰
Background image

په ۱۴۰۴ کال کي د هیواد ګمرکي چارو (۱۲) سلنه پرمختګ کړی دئ

د کب۲۶مه ۱۴۰۴هـ.ل 
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد په مشرۍ د روان (۱۴۰۴) هـ.ل کال کي په ګمرکونو کي د ترسره سويو چارو د تخنیکي ارزوني ناسته پر لیکه او حضوري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۳:۹
Background image

د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د دې وزارت له کارکونکو څخه دیني او عقیدوي ازموینه ترسره سوه

د کب۲۰ مه، ۱۴۰۴ هـ.ل
د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست، د امر بالمعرف، نهی عن المنکر او د شکایتونو آوریدلو د مقام د حکم پر بنسټ، د دې وزارت له کارکونکو څخه د کارکونکو د دینی زدکړو د. . .

BACK TO NEWS