له پلازمېني کابل څخه ټولو ولایتونو ته د توکو د لېږد فورم اخیستل لغوه سو

admin_mof
شنبه ۱۴۰۲/۳/۶ - ۱۷:۱۰
خبر

د ګمرکونو لوی ریاست په وړاندیز او د مالیې وزارت مقام په منظورۍ سوداګرو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له پلازمېني کابل څخه د هیواد ټولو ولایتونو ته د توکو د لېږد لپاره فورم اخیستل لغوه سو.
 تر دې وړاندي سوداګر مکلف وو، ترڅو له کابل څخه نورو ولایتونو ته د خپلو توکو د وړلو لپاره د لېږد دغه ځانګړی فورم واخلي. د دغه فورم د نه درلودولو په صورت کي د ګرځنده څارني او نورو اړوندو ادارو له لوري د سوداګرو د توکو لېږد ته اجازه نه ورکول کېده او دغي چاري د سوداګرو لپاره ستونزي جوړي کړي وې.
د یادوني وړ ده، چي د ګمرکونو لوی ریاست سوداګرو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له دې وړاندي د بلخ، آقینې او کندوز په ګمرکونو کي له نفتي موادو پرته په نورو توکو د لېږد فورم اخیستل لغوه کړي وو او همدارنګه په تازه میوو، سبزیو، ټایرونو او امریکایي بادامو باندي هم د لېږد فورم اخیستل لغوه سوي دي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۶:۴۳
Background image

د هرات ولایت لپاره نوی مستوفي معرفي شو

د غویي ۲۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د عاليقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم پر اساس مولوي محمد عادل اکرام، چې د هرات مستوفیت لپاره د نوي مستوفي په توګه ټاکل شوی وو، نن د عوایدو او ګمرکونو معین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۲۳
Background image

د فراه ولایت لپاره نوی مستوفي معرفي شو

د غویي ۲۲مه۱۴۰۵ هـ.ل
د عاليقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم پر اساس، حاجي نعمت الله مغیره، چې د فراه مستوفیت لپاره د نوي مستوفي په توګه ټاکل شوی وو، د عوایدو او ګمرکونو معین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۱۵
Background image

د چارو د لا همغږۍ او پرمختګ په موخه د اداري معینیت د رهبرۍ څلورمه ناسته وشوه

د غویي ۲۲مه۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د اداري معین مولوي دوست محمد مخلص په مشرۍ، په روان (۱۴۴۷) هـ ق کال کې د اداري معینیت د رهبرۍ څلورمه ناسته د اړوندو رئیسانو په ګډون د دغه معینیت د. . .

BACK TO NEWS