له پاکستان سره د هیواد بندرونو بیا فعالولو لپاره د مالیې وزارت هڅې

admin_mof
یکشنبه ۱۳۹۹/۱/۳ - ۱۱:۲۸
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د کب میاشتې په ۲۹ مه نېټه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال ښاغلي محمد یونس مومند او د افغانستان او پاکستان ګډې خونې اجرائیوي رئیس ښاغلي نقیب الله صافي؛ هم شتون درلود د کندهار ولایت خصوصي سکټور له استازو سره وکتل.
ښاغلي مومند، د هیواد د بندرونو پرانیستي پاتي کېدو په برخه کې د مالیې وزارت له سرپرست مننه وکړه او له هغه یې هیله وکړه، چې د افغانستان او پاکستان بندرونه دي د توکو د لېږد رالېږد پرمخ پرانیستي وي او د هیواد په ګمرکونو کې دي د خوراکي توکو ګدامونه جوړ شي.
د کندهار ولایت خصوصي سکټور استازو وړاندیز وکړ، چې د چابهار او عباس بندرونو له لارې د پیسو لېږدولو په موخه له ایراني لوري سره خبرې وشي.

خبر

د مالیې وزارت سرپرست؛ هغوی ته ډاډ ورکړ، چې حکومت هڅه کوي د خصوصي سکټور ستونزې حل کړي. نوموړي زیات کړه، چې د بندرونو بیا پرانیستو لپاره یې پرون د پاکستان له سفیر سره خبرې کړي دي او نن به د صنعت، سوداګرۍ او پانګونې په چارو کې د پاکستان لومړي وزیر له ستر سلاکار ښاغلي عبدالرزاق داؤد؛ سره هم خبرې وکړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۸:۵۰
Background image

د مالیې وزیر د ایران د زراعت له وزیر سره وکتل

د زمري۲۲مه۱۴۰۵هـ.ل

د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزیر ښاغلي حاجي ملا محمد ناصر اخند د ایران اسلامي جمهوریت د زراعت له وزیر ښاغلي غلام رضا نوري او مل پلاوي سره د کابل په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۲۱
Background image

د چنګاښ په میاشت کې د تر سره شویو ګمرکي چارو تخنیکي ارزونه وشوه

د زمري۲۱مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج ملا نعمت الله حسن په مشرۍ او د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد او اړوندو مسئولینو په ګډون د روان (۱۴۰۵) هـ.ل. . .

BACK TO NEWS