له افغانستان سره د امریکا متحده ایالتونو اقتصادي مرستې دوامداره او زیاتېږي
د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، په مشرۍ جوړه شوې ناسته چې په افغانستان کې د امریکا متحده ایالتونو د بشري مرستو (USAID) د دفتر رئیس ډاکټر ټینا ډولي جونس او د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال نذیر کبیري هم شتون درلود په مجازي ډول ترسره شوه. په دې ناسته کې د ۸ لومړیتوب لرونکو ملي پروګرامونو په پام کې نیولو خلکو ته د بنسټیزو خدمتونو وړاندي کولو په برخه کې له افغانستان سره د مرستو د اغېزمنتوب په تړاو هر اړخیز بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
