صبغت الله احساس د کندهار ولایت ګمرک د رئیس په توګه وګمارل شو
د مالیې وزارت د وړاندیز او ولسمشرۍ ماڼۍ عالي مقام د حکم پر بنسټ صبغت الله احساس، د کندهار ولایت ګمرک د رئیس په توګه وټاکل شو او نن د مالیې وزارت د سرپرست محمد خالد پاینده، له لوري خپلې دندې ته ور وپېژندل شو.
د نوموړي د پېژندنې په مراسمو کې د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو مرستیال عالم شاه ابراهیمي او د مالیې وزارت یو شمېر رئیسانو او مسؤلینو هم ګډون درلود.
د مالیې وزارت سرپرست ښاغلي احساس، ته په ورسپارل شویو چارو کې د بریا غوښتنه وکړه او نوموړي ته یې لارښوونه وکړه، څو د ملي عوایدو راټولېدو، خصوصي سکټور ته د اسانتیاوو په برابرولو او له فساد سره د مبارزې په برخه کې جدي هڅه وکړي.
آقای احساس ضمن تشکری از اعتماد رهبری وزارت مالیه وعده سپرد تا در پیشبرد امور محوله تلاش همه جانبه نماید.
