د ۵۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د نیمروز ولایت د بندر والۍ له پاره د موټرونو تمځای جوړېږي!

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۱۳:۳۹
..............


د وري ۲۱مه ۱۴۰۴ هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د (۵۴،۲) میلیونه افغانیو په ارزښت د نیمروز ګمرک اړوند د یاد ولایت د بندر والۍ له پاره د موټرونو تمځای د جوړولو پروژه نن د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید او ولایتي مسؤلینو په شتون کي پیل سوه.
د موټرونو دغه تمځای په شاوخوا (۴۷) جریبه ساحه کي په اساسي ډول جوړېږي، چي په جوړېدو سره به ئې د ګمرک کارکوونکو، سوداګرو او موټر چلوونکو ته په بېلابېلو برخو کي ګڼي اسانتیاوي برابري سي.
د یادولو وړ ده، چي د یادي پروژې لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي او چاري به ئې د یوه افغاني شرکت له لوري تر راتلونکو شپږو میاشتو پوري بشپړي سي

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۲۱
Background image

د چنګاښ په میاشت کې د تر سره شویو ګمرکي چارو تخنیکي ارزونه وشوه

د زمري۲۱مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج ملا نعمت الله حسن په مشرۍ او د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد او اړوندو مسئولینو په ګډون د روان (۱۴۰۵) هـ.ل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۱:۱۸
Background image

د امارتي املاکو عمومي رئیس هرات، نیمروز او فراه ولایتونو ته رسمي سفر وکړ

د زمري۱۷مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د امارتي املاکو عمومي رئیس، الحاج حافظ عبدالقدیر حقاني، د یوه مسلکي پلاوي په ملتیا هرات، نیمروز او فراه ولایتونو ته رسمي سفر وکړ.
د یاد سفر په ترڅ کې. . .

BACK TO NEWS