د ۱۴۰۳ مالي کال د ملي عوایدو لومړنۍ استماعیه ناسته تر سره سوه!

admin_mof
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۴ - ۱۵:۴۰
...............

 

د ماليې وزارت له لوري د رڼو ملي عوایدو راټولولو، د عوایدي سرچینو د ښه مدیریت او په را روان (۱۴۰۳هـ.ل) مالي کال کي د ادارو لپاره د عوایدي هدف ټاکلو په موخه، د ملي عوایدو لومړنۍ استماعیه ناسته ترسره سوه.

په دې ناسته کي، چي د مالیې وزارت د اړوندو ریاستونو یو شمېر رئیسانو، د ملي دفاع، کورنیو چارو، ټولګټو او لوړو زده کړو وزارتونو استازو ګډون کړی وو، په پیل کي د یادو وزارتونو د استازو له لوري د روان مالي کال لپاره د عوایدي هدف د وضعیت په تړاو معلومات وړاندي سول او ورپسې په را روان (۱۴۰۳هـ.ل) مالي کال کي پر فرصتونو، عایداتي سرچینو او د عوایدي هدف پر څرنګوالی بحث وسو او د غوره عوایدو د ترلاسه کولو په موخه د یادو بودیجوي واحدونو له استازو سره اړیني سپارښتني شریکي سوې.

د یادوني وړ ده، چي د ملي عوایدو استماعيه ناستي به د پاته نورو بودیجوي واحدونو له استازو سره د رواني اونۍ د پنجشنبې تر ورځي پوري دوام ولري.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۲۴
Background image

د کابل د ودونو تالارونو د اتحادیې له مسئولینو سره ناسته وشوه

د چنګاښ ۱۰مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر په مشرۍ او د ګمرکونو او عوایدو معینیت د مشاورینو، د عوایدو د سیسټم رئیس او د یاد ریاست د یو شمیر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۴:۳۲
Background image

د بدخشان مستوفیت کارکوونکو ته روزنیز پروګرام پیل شو

د چنګاښ ۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیي وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم د بدخشان مستوفیت کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې او مسلکي کولو ترعنوان لاندې روزنیز پروګرام پيل شو.
پ. . .

BACK TO NEWS