د یو شمېر ولايتونو مستوفيتونو ته نوي مستوفيان معرفي سول

admin_mof
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۷ - ۱۲:۲۴
خبر

د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزارت د ځانگړو وړانديزونو او حکمونو پر بنسټ د جوزجان، فاریاب، کاپيسا، سرپل، بغلان، کندوز، تخار او بدخشان، ولایتونو لپاره نوي مستوفيان معرفي سول.
د عوایدو عمومي ریاست د رهبرۍ له لوري د یوه رسمي سفر په ترڅ کي په پرلپسې ډول ښاغلی مولوي محمد صادق حکیمي د بغلان ولايت، ښاغلی الحاج مولوي محمد رفيق فاروقي د تخار ولايت، ښاغلی مولوي محمد دين حق نواز د جوزجان ولايت، مولوي عبدالخالق حقاني د کاپيسا ولایت، ښاغلی مولوي همراه قل سبحاني (حمیدالله) د سرپل ولايت، ښاغلی محمد رحیم ندیم د بدخشان ولایت، ښاغلی مولوي احمد گل حامد د فارياب ولايت او ښاغلی ملا عبد الوارث عتیق آخند د کندوز ولايت لپاره د نويو مستوفيانو په توګه د اړوندو ادارو کارکوونکو ته ور وپېژندل سول.
د يادوني وړ ده، چي په مستوفيتونو کي دغه تغييرات او تبديلات د چارو د ښه والي په موخه ترسره کېږي او تر دې وړاندي هم په ځينو ولايتونو کي ورته تغييرات او تبديلات ترسره سوي وه.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۵:۵۷
Background image

د کندهار او فراه په ګمرکونو کې د لوړ تناژ تلې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د زمري۲۶مه۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري سوداګرو ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو او د ګمرکي طی مراحلو د چټکتیا په موخه د کندهار او فراه په ګمرکونو کې د (۲۶). . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۶:۱۱
Background image

په یو شمېر ګمرکونو کې د (۳۷،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د امنیتي کېمرو د نصبولو چارې پیل شوې

د زمري۲۵مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د هېواد په څلورو ګمرکونو کندوز، بلخ نائب‌آباد او کابل ګمرک کې د شاوخوا (۳۷،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د امنیتي کېمرو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۸:۵۰
Background image

د مالیې وزیر د ایران د زراعت له وزیر سره وکتل

د زمري۲۲مه۱۴۰۵هـ.ل

د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزیر ښاغلي حاجي ملا محمد ناصر اخند د ایران اسلامي جمهوریت د زراعت له وزیر ښاغلي غلام رضا نوري او مل پلاوي سره د کابل په. . .

BACK TO NEWS