د ګمرکي تعرفې او بیي ایښودني متخصص
Publish Date
Closing Date
د دندي عنوان: د ګمرکي تعرفې او بیي ایښودني متخصص
د کار ځای: د ګمرکونو لوی ریاست / د تعرفې او بیي ایښودني ریاستونه
د دندې هدف: د نړیوالو معیارونو او ګمرکي اصولو په رڼا کي د ګمرکي تعرفې او بیي ایښودني اړوند چارو په هر اړخیز
تحلیل او ارزونه کي مرسته کول.
دندي او مسئولیتونه:
د ګمرکي تعرفې اړوند دندي
- د ګمرکي تعرفې نړیوال همږغي سیسټم (HS) مطابق د سوداګریزو توکو تحلیل او تصنیف؛
- د ګمرکي تعرفې اړوند د ګمرکونو نړیوال سازمان پاليسیو، نوښتونو او نورو بدلونو څخه خبراوی؛
- په سوداګرۍ کي د دخیلو هیوادونو او په ځانګړي ډول د ګاونډیو هیوادونو د تعرفوي پالیسيو څارنه او تحلیل؛
- د تعرفوي تناقضاتو او د پېچلو سوداګریزو توکو د طبقه بندۍ مسلکي حل وړاندي کول؛
- د تعرفې اړوند د پالیسۍ او د تقنیني سندونو د مسودو په جوړولو کي تخنیکي مرسته او نورو کارکوونکو ته روزنه ورکول؛
- د غوره تعرفوي پرېکړي په موخه د تعرفې کمېټې ته د سوداګریزو توکو دقیقه څېړنه او کره تحلیل وړاندي کول؛
- په دوامداره توګه د تعرفوي تغییراتو د پيلولو، اغېزو او متوقعه پایلو څېړنه او راپور ورکول؛
- د کورني صنعت د اغېزمن ملاتړ، د سوداګرۍ متوازني ودي او ګمرکي عوایدو د زیاتوالي اړوند پلان جوړونه؛
- د کورني، سیمه ییز او نړیوال بازار له اړتیاوو سره سم په ګمرکي تعرفه کي د بدلونونو وړاندیز کول؛
د قیمت ګذارۍ اړوند دندي:
- د ګمرکونو د نړیوال سازمان د مېتودونو مطابق د توکو د ګمرکي ارزښت څېړنه او ټاکنه کي مرسته؛
- د بیي ایښودني اړوند د طرزالعمل او لارښود په جوړولو کي تخنیکي مرسته او نورو کارکوونکو ته روزنه ورکول؛
- د سوداګریزو توکو د بیي او اړوندو اسنادو د اعتبار او ریښتینتوب تخنیکي څېړنه او ارزونه؛
- د ارزښت ټاکني اړوند خطراتو او درغلیو د مخنیوي لاري چاري او اړوند اعتراضونو مسلکي حل کول؛
- د سوداګریزو توکو په ارزښت ټاکنه کي د دخیلو عواملو څېړنه؛
- د دقیقي بیي ایښودني په موخه د نړیوالو او کورنیو سرچینو کتنه او ارزونه؛
- د مشابه محصولاتو د قیمت پرتله، تحلیل او راپور جوړول؛
- د سوداګریزو نړیوالو اصولو (انکوټرمز) په پلي کولو کي مرسته او نورو کارکونکو ته روزنه ورکول؛
تحصیلات او مهارتونه:
تحصیلي څانګه: په اقتصاد، مالي مدیریت، اداره تجارت، نړیوال تجارت یا عامه اداره کي لیسانس ولري؛ د ماسټري سند لرونکي ته
لومړیتوب ورکول کېږي.
کاري تجربه: په ګمرکي تعرفه، قیمت ګذاري یا د سوداګرۍ په تحلیل کي لږ تر لږه ۳ کاله او نورو کاري برخو کي لږ تر لږه ۴ کاله کاري تجربه ولري.
نور مهارتونه:
- په پښتو، دري او انګلېسي ژبو باندي بشپړ تسلط.
- د کمپیوټر اړوند مهارتونو زده کړه او برنامو کارول.
- تخنیکي پرېکړه نیونه.
- د راپور لیکني مسلکي وړتیا.
- د مذاکراتو او د ستونزو د حل وړتیا.
یادونه: علاقمندان کولای سي، چي خپلي خلص سوانح (سي وي) له (۳-۲-۲۰۲۶) نېټې څخه تر (۱۷-۲-۲۰۲۶) پوري د لاندي ایمېل ادرس له لاري له موږ سره شریکي کړي!
ایمیل ادرس:
nta@mof.gov.af
