د ګمرکونو لوی ریاست په اداري ناسته کي پر یو شمېر مهمو موضوعاتو بحث او خبري وسوې!

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۱۲:۲۷
.............

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د روان مالي کال (۱۷مه) اداري ناسته د ګمرکونو لوی رئیس مولوي محمد حامد احمد په مشرۍ د یاد ریاست په مقام کي جوړه سوه.
په دې ناسته کي د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي او حمایوي مرستیال، رئیسانو او یو شمېر آمرینو ګډون کړی وو.
له اجنډاء سره سم په دې ناسته کي د صادراتي، وارداتي او ټرانزيټي توکو په طي مراحلو کي پر سته ستونزو او حل لارو، د ګمرکونو لوی ریاست د ورځنیو چارو پر لا ښه والي، په ګمرکونو کي د یو شمېر سوداګریزو شرکتونو او صنعتکارانو د غوښتنو او ستونزو پر حلولو او یو شمېر نورو موضوعاتو خبري او په اړه ئې لازمي پرېکړي وسوې.
د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت تل هڅه کوي، چي د هیواد په ګمرکونو کي کورنیو او بهرنیو سوداګرو ته د پام وړ اسانتیاوي برابري کړي؛ تر څو د ملي سوداګرۍ لا پراختیا ته ښه زمینه برابره سي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۸:۵۰
Background image

د مالیې وزیر د ایران د زراعت له وزیر سره وکتل

د زمري۲۲مه۱۴۰۵هـ.ل

د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزیر ښاغلي حاجي ملا محمد ناصر اخند د ایران اسلامي جمهوریت د زراعت له وزیر ښاغلي غلام رضا نوري او مل پلاوي سره د کابل په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۲۱
Background image

د چنګاښ په میاشت کې د تر سره شویو ګمرکي چارو تخنیکي ارزونه وشوه

د زمري۲۱مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج ملا نعمت الله حسن په مشرۍ او د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد او اړوندو مسئولینو په ګډون د روان (۱۴۰۵) هـ.ل. . .

BACK TO NEWS