د ګمرکونو لوی ریاست له پاره نوی پنځه کلن ستراتیژیک پلان جوړېږي!

د ګمرکونو لوی ریاست له پاره د پنځه کلن ستراتیژيک پلان جوړولو د کاري تګلاري ناسته د ګمرکونو لوی رئیس مولوي محمد حامد احمد په مشرۍ د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کي وسوه.
په دې ناسته کي د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي او عملیاتي مرستیالانو، رئیسانو، یو شمېر آمرینو او پر لیکه د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ګډون کړی وو.
په پیل کي د ګمرکونو لوی رئیس د دې ریاست د ستراتیژیک پنځه کلن پلان پر ارزښت خبري وکړې او ټولو مسئولینو ته ئې سپارښتنه وکړه، چي د یاد پلان په جوړونه کي پوره همکاري وکړي.
همدارنګه په دې ناسته کي د ګمرکونو لوی ریاست د پلان، پالیسۍ، څارني او ارزوني ریاست له لوري د یاد پلان جوړولو د کاري تګلاري په اړه هر اړخیز معلوماتي پریزینټېشن وړاندي سو. د ناستي ګډونوالو د یاد کاري پلان او کاري کمېټې په اړه هر اړخیز بحث وکړ او په اړه ئې لازمي پرېکړي وسوې.
د یادوني وړ ده، چي د ګمرکونو لوی ریاست پنځه کلن ستراتیژيک پلان به د روان مالي کال تر پایه وروستی سي او د منظورۍ له پاره به د مالیې وزارت له درانه مقام سره شریک سي.