د ګمرکونو لوی ریاست د روان کال ۱۸مه اداري ناسته وسوه!

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۱۲:۱۱
...........

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د روان (۱۴۰۳هـ.ل)  کال (۱۸) مه اداري ناسته د ګمرکونو لوی رئیس مولوي محمد حامد احمد په مشرۍ د یاد ریاست په مقام کي وسوه.
په دې ناسته کي د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي او عملیاتي مرستیالانو، رئیسانو او یو شمېر امرینو ګډون کړی وو.
په پیل کي د ولایتي ګمرکونو پر استول سویو موضوعاتو هر اړخیز بحث وسو او په اړه ئې د چارو د لا ښه والي په موخه لازمي پرېکړي وسوې.
ور پسې له اجنډاء سره سم، د صادراتي، وارداتي او ټرانزيټي توکو په ګمرکي طی مراحلو کي پر موجودو ستونزو او حل لارو، د ځینو سوداګریزو شرکتونو له لوري د ګمرکي سرغړونو پر مخنیوي، د ګمرکونو لوی ریاست د ورځنیو چارو پر لا ښه والي، په ګمرکونو کي د یو شمېر سوداګریزو شرکتونو او صنعتکارانو د غوښتنو او ستونزو پر حلولو او یو شمېر نورو موضوعاتو خبري وسوې او په تړاو ئې لازمي پرېکړي وسوې.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۲۱
Background image

د چنګاښ په میاشت کې د تر سره شویو ګمرکي چارو تخنیکي ارزونه وشوه

د زمري۲۱مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج ملا نعمت الله حسن په مشرۍ او د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد او اړوندو مسئولینو په ګډون د روان (۱۴۰۵) هـ.ل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۱:۱۸
Background image

د امارتي املاکو عمومي رئیس هرات، نیمروز او فراه ولایتونو ته رسمي سفر وکړ

د زمري۱۷مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د امارتي املاکو عمومي رئیس، الحاج حافظ عبدالقدیر حقاني، د یوه مسلکي پلاوي په ملتیا هرات، نیمروز او فراه ولایتونو ته رسمي سفر وکړ.
د یاد سفر په ترڅ کې. . .

BACK TO NEWS