د ګمرکونو لوی رئیس د کندهار ولایت د سوداګرو ستونزي واوریدې
د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید کندهار ولایت ته د خپل رسمي سفر په لړ کي تېره ورځ د یاد ولایت له یو شمېر سوداګرو سره وکتل او د هغوی ستونزي ئې له نږدې واورېدې.
په دې لیدنه کي چي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوني خوني مرستیال ښاغلي محمد يونس مومند او د کندهار د سوداګرۍاو پانګوني خوني رئیس هم شتون درلود، په پیل کي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوني خوني مرستیال وویل، چي د تېر کال په پرتله روان کال د افغانستان صادرات زیات سوي دي. نوموړي د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د ګمرکي طی مراحلو په ځانګړي ډول د ټرانزیټ په برخه کي د را منځته سویو اسانتیاوو څخه مننه وکړه.
د ګمرکونو لوی رئیس وویل، چي سوداګرو ته د اسانتیاوو را منځته کول زمونږ په لومړیتوبونو کي دي او د سوداګرو د مالونو د چټکو پړاوونو ترسره کولو لپاره په ګمرکونو کي کاري موده زیات سوې او په نورو زیاتو برخو کي هم اسانتیاوي رامنځته سوي دي.
د کندهار ولایت یو شمېر سوداګرو هم په خپل وار سره په ګمرکونو کي شته ستونزي د ګمرکونو له لوی رئیس سره شریکي کړې.
د ګمرکونو لوی رئیس د کندهار سوداګرو ته ډاډ ورکړ چي ټولو قانوني غوښتنو ته به ئې رسیدنه وسي.
