د ګمرکونو لوی رئیس د بلخ له والي سره وکتل!

syllab_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۹:۱۶
............

د تلي ۶مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد، چي په رسمي سفر بلخ ولایت ته تللی وو، د یاد ولایت په مقام کي ئې د بلخ له والي الحاج ملا محمد یوسف وفا سره ولیدل.
په دې لیدنه کي دواړو لوریو سوداګرو ته د لا زیاتو اسانتیاوو پر برابرولو او د دوی د ستونزو پر حلولو، په هیواد کي د سوداګرۍ پر ودي، د ګمرکي عوایدو پر لا زیاتولو او یو شمېر نورو موضوعاتو بحث او خبري وکړې.
همداشان د ګمرکونو لوی رئیس په دې سفر کي عبدالحکیم (شمس الحق)، چي د مالیې وزارت په وړاندیز او ا.ا.ا د ریاست الوزراء عالي مقام په منظورۍ د بلخ ګمرک د رئیس په توګه ټاکل سوی وو د یاد ګمرک کارکوونکو ته ور وپېژانده.
نوموړي د بلخ ګمرک د پخواني رئیس مولوي محمد عبدالله بلال له ترسره سویو کړنو او فعالیتونو څخه مننه وکړه او نوي ټاکل سوي رئیس ته ئې په چارو کي د بریالیتوب هیله وکړه. د ګمرکونو لوی رئیس د بلخ ګمرک کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه، چي له نوي ټاکل سوي رئیس سره هر اړخیزه همکاري وکړي.
د یادوني وړ ده، چي عبدالحکیم (شمس الحق) په ګمرکي چارو کي پوره کاري تجربه لري او تر دې وړاندي ئې د فراه، نیمروز او کابل ګمرک د رئیس په توګه هم دندي ترسره کړي دي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۲۱
Background image

د چنګاښ په میاشت کې د تر سره شویو ګمرکي چارو تخنیکي ارزونه وشوه

د زمري۲۱مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج ملا نعمت الله حسن په مشرۍ او د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد او اړوندو مسئولینو په ګډون د روان (۱۴۰۵) هـ.ل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۱:۱۸
Background image

د امارتي املاکو عمومي رئیس هرات، نیمروز او فراه ولایتونو ته رسمي سفر وکړ

د زمري۱۷مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د امارتي املاکو عمومي رئیس، الحاج حافظ عبدالقدیر حقاني، د یوه مسلکي پلاوي په ملتیا هرات، نیمروز او فراه ولایتونو ته رسمي سفر وکړ.
د یاد سفر په ترڅ کې. . .

BACK TO NEWS