د ګمرکونو برخې د دوېیم رتبه ۹ بستونو ازموینه واخیستل شوه
د ګمرکونو برخې د دوېیم رتبه ۹ بستونو ازموینه نن د لړم میاشتې په ۲۰ مه نېټه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې په الکترونیکي بڼه د مدني ټولنې استازي په شتون کې واخیستل شوه.
د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال د یادو بستونو د ازموینې له بهیر څخه د لیدنې تر څنګ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون سرپرست ښاغلي سید حشمت الله هاشمي، سره وکتل.
د کتنې په پیل کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون سرپرست وویل چې د مالیې وزارت د لوړ رتبه بستونو سیالۍ یو ښه نوښت او غوره پیل دی او دا لومړی ځل دی چې مالیې وزارت خپل لوړرتبه بستونه د اداري اصلاحاتو کمېسیون له لوري اعلانیوي. نوموړي په دې پروسه کې د روڼتیا او عدالت څخه ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې د ازموینې بڼه په الکترونیکي ډول ده او د افرادو لاسرسي او غیر موجه دخالت څخه په پوره توګه مخنیوی کوي.
د مالیې وزارت سرپرست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون له همکارۍ څخه د مننې تر څنګ وویل موږ ژمن یو چې د مالیې وزارت ټول خالي او غیر رقابتي بستونه په تدریجي ډول د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون په همکارۍ ازادې سیالۍ ته وسپارو. نوموړي زیاته کړه چې د مالیې وزارت د خالي او پیشنهادي بستونو اعلان داسې تنظیم شوی چې په ورځنیو کارونو کې خنډ رامنځته نشي.
د یادونې وړ ده چې د مالیې وزارت رهبرۍ د دې وزارت په بشري چینو کې د پراخو اصلاحاتو پلي کیدو ته ژمن دی چې له کمېسیون سره په همغږۍ او همکارۍ د غیر رقابتي بستونو تدریجي اعلان او د ازادې سیالۍ له لارې د وړو کسانو ګمارنه یې یوه برخه ده.
