د ګمرکونو او عوایدو معین د یو شمېر صنعتکارانو ستونزي واورېدلې!
د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید، په خپل کاري دفتر کي د افغانستان د کانونو او صنایع خوني د رئیس شېر باز کمین زاده په شتون کي له یو شمېر صنعتکارنو سره وکتل.
په پیل کي صنعتکارانو د ګمرکي طی مراحلو په برخه کي د شته ستونزو، د پنبې د صادراتو له پاره د اسانتیا برابرول، د اړوندو ادارو سره د ستونزو حلول او یو شمېر نور موضوعات د ګمرکونو او عوایدو له معین سره شریک کړل او د حل غوښتنه ئې وکړه.
د ګمرکونو او عوایدو معین دوی ته ډاډ ورکړ، چي شته اصولو او امکاناتو ته په کتو سره به د دوی ستونزو ته رسېدنه وسي.
